د انسان د ژوند یوه عجیبه او د فکر وړ ستونزه دا ده چې موږ د ښه ژوند د جوړولو لپاره دومره بوخت شوي یو چې کله ناکله خپله ژوند رانه پاتې دی. د پیسو ګټلو، د دندې د پرمختګ، د کور د برابرولو، د راتلونکي د خوندي کولو او د ورځنیو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې دومره ډوب شوي یو چې د ژوند تر ټولو ارزښتمنې شېبې مو بې له دې چې پام ورته وکړو، رانه تېرېږي
موږ د وخت د بچت لپاره نوې ټکنالوژي کاروو، د کارونو د چټکتیا لپاره بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کوو، خپل ورځنی ژوند په ساعتونو او دقیقو وېشو او هڅه کوو چې هره شېبه مو ګټوره وي؛ خو له دې ټولو سره سره بیا هم د وخت له کمښت څخه شکایت کوو. پوښتنه دا ده چې ولې د دومره اسانتیاوو په شتون کې هم انسان د وخت له تنګسیا سره مخ دی؟ ولې د هغو شیانو لپاره وخت نه پیدا کوي چې په رښتیا یې د ژوند ارزښت جوړوي؟
د دې ستونزې یوه مهمه وجه دا ده چې موږ د ژوند په بهیر کې د بیړنیو او مهمو کارونو ترمنځ توپیر له لاسه ورکړی دی. بیړني کارونه تل زموږ پام ځان ته اړوي؛ ټیلیفون زنګ وهي، ایمیل راځي، د دفتر دنده باید ترسره شي او یو څوک زموږ ځواب ته انتظار باسي. خو د ژوند مهم ارزښتونه ډېر وخت په چوپتیا کې پاتې کېږي. د ماشوم ماشومتوب، د مور او پلار زړښت، د کورنۍ مینه، د ژوند د ملګري عاطفي اړتیاوې او د انسان ذهني سکون داسې شیان دي چې د ورځنیو کارونو په څېر سمدستي زموږ پام نه غواړي، خو که یې ارزښت درک نه کړو، یوه ورځ به یې د نشتوالي له درد سره مخ شو.
جرمني لیکوال وولف کیوپر په خپل کتاب Eine Million Minuten کې د خپل ژوند یوه ځانګړې تجربه بیان کړې ده. هغه خپل منظم او له ورځنیو بوختیاوو ډک ژوند پرېښود او له خپلې کورنۍ سره یې د نړۍ سفر پیل کړ. د دې پرېکړې تر شا یوازې د سیاحت او تفریح فکر نه و، بلکې د ژوند د لومړیتوبونو د بیا ارزونې یوه هڅه وه. هغه غوښتل خپلې لور ته ډير وخت ورکړي چې د ماشومتوب په دې لنډ او نه تکرارېدونکي پړاو کې ورته اړتیا لري.
د دې پرېکړې تر شا یو ژور انساني حقیقت پروت دی د انسان د ژوند ځینې شېبې یوازې یو ځل راځي. ماشوم نن کوچنی دی، سبا لویېږي. نن غواړي له خپل پلار سره لوبې وکړي، سبا به د خپل ژوند په چارو بوخت وي. نن د مور او پلار غېږ ته اړتیا لري، خو څو کاله وروسته به د خپلواک ژوند پړاو ته داخل شوی وي. پیسې بېرته ګټل کېدای شي، دنده بدلېدای شي او کور جوړېدای شي، خو د ماشوم د ماشومتوب تېرې شوې شېبې بېرته نه راګرځي.
همدا د ژوند هغه حقیقت دی چې موږ یې ډېر وخت له پامه غورځوو. موږ تل وایو چې کله پیسې زیاتې شي، له کورنۍ سره به وخت تېر کړو؛ کله مو چې دنده ښه شي، سفر به وکړو؛ کله چې پورونه خلاص شي، د خپل ژوند لپاره به فرصت پیدا کړو او کله چې تقاعد شو، هغه څه به وکړو چې زړه مو غواړي. خو له ځانه دا پوښتنه نه کوو چې که د راتلونکي د جوړولو لپاره خپل ټول اوسنی ژوند قرباني کړو، نو هغه راتلونکی به د چا لپاره وي؟
رومي فیلسوف سنیکا شاوخوا دوه زره کاله وړاندې په خپل مشهور اثر د ژوند د لنډوالي په اړه کې دې موضوع ته ژوره فلسفي کتنه کړې ده. د هغه په اند، ستونزه یوازې د ژوند په لنډوالي کې نه ده، بلکې انسانان د خپل ژوند لویه برخه په بېځایه بوختیاوو، حرص، شتمنۍ، مقام او د نورو د غوښتنو په پوره کولو کې ضایع کوي. انسانان داسې فکر کوي چې کله هر څه ترلاسه کړي، بیا به د ژوند لپاره وخت پیدا کړي؛ خو ډېر وخت هماغه فرصت هېڅکله نه راځي.
دا خبره د ننني انسان له ژوند سره څومره ورته والی لري! موږ د پیسو لپاره کار کوو، خو کله ناکله د پیسو د ګټلو په لاره کې خپله ارامي له لاسه ورکوو. د کورنۍ د هوساینې لپاره هڅې کوو، خو د کارونو په منځ کې له خپلې کورنۍ لرې کېږو. د ښه راتلونکي لپاره سپما کوو، خو د نن ورځې د ژوند خوند رانه پاتې کېږي.
معاصر لیکوال اولیور برکمن په خپل کتاب Four Thousand Weeks کې د انسان د محدود عمر په اړه یوه مهمه خبره کوي. که یو انسان شاوخوا اتیا کاله ژوند وکړي، نو د هغه ټول عمر نږدې څلور زره او دوه سوه اوونۍ کېږي. دا شمېر موږ ته د ژوند د محدودیت احساس راکوي. موږ ډېرې هیلې لرو، ډېر کارونه غواړو ترسره کړو او ډېر ځایونه غواړو ووینو، خو حقیقت دا دی چې د انسان وخت محدود دی او ټولې غوښتنې نه شي پوره کولای.
له همدې امله، د ژوند حکمت دا نه دی چې هر کار ترسره کړو، بلکې دا دی چې د هغو کارونو انتخاب وکړو چې زموږ د ژوند لپاره رښتینی ارزښت لري. انسان باید ومني چې هر څه نه شي ترلاسه کولای او هر ځای ته نه شي رسېدای. کله چې د ژوند محدودیت ومني، نو د خپلو لومړیتوبونو په اړه به هم روښانه پرېکړه وکړای شي.
خو د وخت ستونزه یوازې د انسان د شخصي انتخابونو موضوع نه ده؛ بلکې له اقتصادي او ټولنیزو شرایطو سره هم ژوره اړیکه لري. ایا هر څوک کولای شي د وولف کیوپر په څېر خپله دنده پرېږدي او له کورنۍ سره د نړۍ سفر وکړي؟ ښکاره ده چې نه. یو څوک ښایي دومره اقتصادي امکانات ولري چې د اوږدې مودې لپاره کار پرېږدي، خو بل انسان د کور کرایې، خوراک، درملنې او د ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ کار کولو ته اړ وي.
نو د وخت د ازادۍ په اړه خبرې باید یوازې د فرد پر اوږو بار نه شي. ټولنه او اقتصادي نظام هم باید داسې شرایط برابر کړي چې انسانان وکولای شي د کار او کورنۍ ترمنځ مناسب توازن وساتي. مناسب کاري ساعتونه، د رخصتیو حق، د ماشومانو د پالنې لپاره اسانتیاوې او د ښځو او نارینه وو ترمنځ د کورنیو مسؤلیتونو عادلانه وېش د یو سالم ژوند مهم شرطونه دي.
جرمنۍ لیکواله تېرېزا بیکر په خپل کتاب Alle Zeit کې د وخت موضوع د قدرت او ازادۍ له نظره څېړي. د هغې د فکر یوه مهمه پوښتنه دا ده چې څوک د خپل وخت د ټاکلو واک لري او څوک اړ دی چې خپل وخت د نورو د غوښتنو تابع کړي؟ په ډېرو کورنیو کې د ماشومانو پالنه، د کور کارونه او د کورنۍ د غړو پاملرنه تر ډېره د ښځو پر اوږو وي، خو د هغوی دغه کارونه ډېر وخت د ټولنې له خوا د کار په توګه نه پېژندل کېږي. په داسې حال کې چې د کورنۍ ساتل، د ماشومانو روزل او د کور د غړو پالنه د ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي.
د دې موضوع یوه بله ژوره برخه د مینې او انساني اړیکو ارزښت دی. مینه یوازې په خبرو او احساساتو نه ثابتېږي؛ مینه حضور، پاملرنه او وخت غواړي. که یو پلار له خپلو ماشومانو سره مینه لري، باید د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي، ورسره لوبې وکړي او د هغوی نړۍ درک کړي. که یو مېړه او مېرمن غواړي اړیکه یې پیاوړې پاتې شي، باید د ورځنیو کارونو تر څنګ د یو بل لپاره هم وخت ولري.
کله چې له یو انسان سره خبرې کوو، خو ذهن مو په بل ځای کې وي، هغه ته مو خپل بشپړ حضور نه دی ورکړی. کله چې د ماشوم پوښتنې ته په بېړه ځواب ورکوو، ښایي د هغه یوه کوچنۍ هیله مو له پامه غورځولې وي. کله چې د ژوند ملګری له موږ سره د زړه خبرې شریکوي او موږ ورته د اورېدو فرصت نه ورکوو، ورو ورو د اړیکو ترمنځ واټن پیدا کېږي.
انسان یوازې د پیسو او مادي اړتیاوو له لارې نه خوشحالېږي؛ هغه مینې، درناوي، ملګرتیا، عاطفي امنیت او ذهني سکون ته هم اړتیا لري. یو لوی کور که د مینې او صمیمیت له فضا خالي وي، د انسان د زړه تشه نه شي ډکولای. ښه معاش که د کورنۍ له غړو سره د ناستې فرصت له منځه یوسي، د ژوند ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
اسلام هم د وخت، کورنۍ او انساني مسؤلیتونو په اړه ژورې لارښوونې لري. په قرآن کریم کې د سورة العصر په پیل کې الله تعالی په زمانه قسم یادوي او انسان د تاوان په حالت کې بولي، پرته له هغو کسانو چې ایمان یې راوړی، نېک عملونه یې کړي، یو بل ته یې د حق سپارښتنه کړې او د صبر سپارښتنه یې کړې ده.
دا سورت موږ ته راښيي چې د انسان بریا یوازې په شتمنۍ او مقام کې نه ده، بلکې په دې کې ده چې خپل محدود ژوند په کومو ارزښتونو کې تېروي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي چې دوه نعمتونه دي چې ډېر خلک پکې تاوان کوي: روغتیا او وزګار وخت. دا حدیث موږ ته د وخت او روغتیا ارزښت راپه ګوته کوي. انسان ډېر وخت د روغتیا قدر هغه مهال پېژني چې ناروغ شي او د وخت ارزښت هغه مهال درک کوي چې فرصتونه یې له لاسه ورکړي وي.
رسول الله ﷺ هم د انسان، کورنۍ او رب د حقونو ترمنځ د توازن لارښوونه کړې ده. دا موږ ته ښيي چې ښه ژوند یوازې په کار، عبادت یا مادي لاسته راوړنو کې نه خلاصه کېږي، بلکې د ژوند د ټولو مسؤلیتونو ترمنځ په عادلانه توازن کې دی.
له دې ټولو خبرو څخه دا نه څرګندېږي چې انسان باید کار پرېږدي، پیسې ونه ګټي او یوازې تفریح وکړي. کار کول، د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کول او د راتلونکي لپاره هڅې کول د ژوند مهم اړخونه دي. خو ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې وسیله په هدف بدله شي؛ یعنې کار د ژوند د ښه کولو لپاره نه، بلکې ژوند د کار د دوام لپاره قرباني شي.
د ښه ژوند لپاره اړینه نه ده چې انسان حتماً د نړۍ پر سفر ولاړ شي، لوی کور ولري یا ډېرې پیسې ولري. کله ناکله د خپلې کورنۍ تر څنګ یوه صمیمي ناسته، له ماشوم سره لوبې، د مور او پلار پوښتنه، د یوه ښه کتاب لوستل او له خپل ځان سره څو شېبې تېرول د ژوند تر ټولو ارزښتمنې تجربې وي.
اصلي خبره دا ده چې موږ باید د خپل ژوند د لومړیتوبونو په اړه بیا فکر وکړو. باید له ځانه یوازې دا پوښتنه ونه کړو چې نن مو څومره کارونه ترسره کړل، بلکې دا هم وپوښتو چې نن مو څومره ژوند وکړ؟ ایا نن مو له هغو خلکو سره وخت تېر کړ چې مینه ورسره لرو؟ ایا د خپل بدن، ذهن او روح اړتیاوو ته مو پام وکړ؟ ایا د ژوند په منډو کې مو د ژوند ښکلا هم ولیده؟
یوه ورځ به د انسان د ژوند په پای کې د دفتر نیمګړي کارونه، نه لېږل شوي ایمیلونه او نه ترلاسه شوي مقامونه دومره ارزښت ونه لري لکه د هغو خلکو یادونه چې مینه یې ورسره لرله. ښایي هغه وخت به د ماشوم یوه موسکا، د مور او پلار یوه مهربانه خبره، له خپلې مېرمنې یا مېړه سره یوه صمیمي ناسته او د ژوند یوه ساده خو خوږه شېبه تر ټولو ډېر ارزښت ولري.
وخت یوازې د ساعت د ستنو حرکت نه دی؛ وخت زموږ د ژوند یوه نه تکرارېدونکې برخه ده. کله چې وخت تېرېږي، یوازې یوه ورځ نه تېرېږي، بلکې زموږ د ژوند یوه برخه هم له موږ څخه لرې کېږي.
نو راځئ، د ژوند په دې اوږدو منډو کې لږ تم شو، خپلو لومړیتوبونو ته بیا وګورو او د هغو شیانو لپاره وخت پیدا کړو چې زموږ د ژوند اصلي ارزښت جوړوي. ځکه د ژوند تر ټولو لویه بریا دا نه ده چې انسان هر څه ترلاسه کړي، بلکې دا ده چې د هغو خلکو او ارزښتونو لپاره وخت ولري چې ژوند ورته مانا ورکوي.
موږ باید دومره د ژوند په جوړولو بوخت نه شو چې د ژوند کولو فرصت رانه پاتې شي؛ ځکه ژوند د سبا په انتظار کې نن همدا اوس زموږ په لاس کې دی
پریمانه مينه تاسي ټولو ته د ښکلي ژوند په هيله


