نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې ۳ سلنه وده کړې ده. د راپور له مخې، د کرنیز سکټور ښه فعالیت او د حاصلاتو زیاتوالی د دې ودې مهم لاملونه دي؛ خو د اقتصادي ودې له زیاتوالي سره سره د خلکو اقتصادي ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان د نفوس چټک زیاتوالی د اقتصادي ودې پر اغېز سیوری غوړولی، ځکه د اقتصادي ودې کچه د نفوس له زیاتوالي سره برابره نه ده. همداراز د خوراکي توکو لوړې بیې، د کار محدود فرصتونه او د پېرلو د ځواک کمزورتیا د خلکو پر ژوند فشار زیات کړی دی.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان حکومتي عواید د تېرې ورته مودې په پرتله ۱.۲ سلنه زیات شوي، خو د ګمرکي عوایدو کچه ۱۶.۹ سلنه راټیټه شوې ده. د کورنیو مالیاتو او نورو غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالي د ګمرکي عوایدو د کمښت یوه برخه جبران کړې ده.
د راپور له مخې، له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو له رامنځته کېدو وروسته افغانستان د خپلو وارداتو لپاره بدیلې لارې کارولې دي. په همدې موده کې د هېواد واردات ۲.۲ سلنه زیات شوي او د ټولو وارداتو ۹۷ سلنه یې اوس د دوو بدیلو سوداګریزو لارو له لارې لېږدول کېږي.
نړیوال بانک وايي، د افغانۍ ارزښت نسبي ثبات د وارداتي توکو د بیو په کنټرول کې مرسته کړې ده؛ خو د خوراکي توکو لوړې بیې او د خلکو کمزوری پېرلو ځواک لا هم د اندېښنې وړ دي.
دغه بانک اټکل کړی، چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ مالي کال کې ۳.۳ سلنې او په ۲۰۲۸ مالي کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي.
خو راپور خبرداری ورکوي، چې د سوداګریزو لارو ستونزې، د راتلونکي کال د کرنیزو حاصلاتو وضعیت، هېواد ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو زیاتوالی او د نړیوالو مرستو کمېدل د افغانستان پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کولای شي.
د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، که څه هم د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی، خو د دې ودې ګټې لا تر اوسه د خلکو ورځني ژوند کې د پام وړ بدلون نه دی راوستی. د کار نشتوالی، د خوراکي توکو لوړې بیې او د خصوصي پانګونې او صادراتو کمښت هغه ستونزې دي چې د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.


