د بلوچستان دالبندین کې د چاودنې له امله درې ځوانان وژل شوي دي

0
31

د بلوچستان په دالبندین ښار اړوند د کرګوشکان سیمه کې د ښخ شوي چاودېدونکي توکي د چاودنې له امله پر موټرسایکل سپاره درې ځوانان وژل شوي دي.

د چاغي د پولیسو مشر (اېس‌پي) په وینا، درې واړه ځوانان د چکر لپاره روان وو چې پر لاره د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د چاودنې ښکار شول.

د روغتون د سرچینو له مخې، وژل شوي کسان عرفان، سهیل او الطاف نومېږي او د دالبندین ښار اوسېدونکي وو.

د سرچینو په خبره، درې واړه ځوانان خپلمنځي د تره او ماما د اولادونو خپلوي هم لرله.

د پېښې له امله په سیمه کې د خواشینۍ فضا خپره شوې ده.