د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د خوړو د څار ادارې په یوه کور کې د عملیاتو پر مهال د شاوخوا ۸۰۰ کیلوګرامه شکمنې غوښې او بېلابېلو ژوندیو او مړو ژوو د موندلو خبر ورکړی دی.
د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، د نومبر پر ۱۶مه د شپې شاوخوا ۹:۳۰ بجې د اسلاماباد د خوړو د څار ادارې ډلې د ښار په ډي ۱۴ سیمه کې یو کور وکوت، چېرې یې د غوښې د چمتو کولو او زېرمه کولو بهیر وموند.
د ثبت شوي قضیې د معلوماتو له مخې، په دغه کور کې ۱۲ ژوندي خره، یو مړ خر، پنځه ژوندي سپي، ۱۷ کیشپان، یو ګیدړ او یو پانګولین هم موندل شوي دي.
د قضیې په راپور کې ویل شوي چې د غوښې د چمتو کولو او زېرمه کولو لپاره اړوند کسانو قانوني اسناد او جواز نه درلود او د روغتیا ساتنې اصول هم نه وو مراعات شوي.
د اسلاماباد د خوړو د څار ادارې د وترنرۍ متخصص له راپور وروسته، د نومبر پر ۱۷مه د ګولړه پولیسو په تاڼه کې قضیه ثبت شوې او د خوړو د خوندیتوب اړوند قوانینو له مخې یې پلټنې پیل کړې دي.
دا په اسلاماباد کې لومړی ځل نه دی چې د خرو او غوښې د موندلو راپور ورکول کېږي؛ د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې هم د ترنول له سیمې د ۵۰ څخه د زیاتو خرو او د غوښې د یوې لویې اندازې د ترلاسه کېدو خبر ورکړل شوی و.


