پېښور کې دوه خبریالان د وردي‌پوشو کسانو له لوري بیول شوي

0
18

د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د جنوبي وزیرستان دوه خبریالان له یوې ناستې څخه د وردي‌پوشو کسانو له لوري له ځان سره بېولي دي، چې تر اوسه یې د برخلیک او د ساتلو د ځای په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د جنوبي وزیرستان د سروکۍ تحصیل د خبریالانو ټولنې مشر شبیر احمد، چې د آی اېس پي آر له اېف اېم ۹۶ راډیو سره د ویاند په توګه کار کوي، له خپل ملګري عرفات الله او د دفتر له کارکوونکي دین محمد سره د پېښور په قیوم ګارډن سیمه کې خپل کور ته نږدې په یوه مېلمستون کې ناست وو.

په غوښتنلیک کې راغلي چې د ماښام شاوخوا پنځه بجې دوه ویګو او یوه سپینه فیلډر موټر کې سپاره وردي‌پوش کسان ورغلي او درې واړه یې له ځان سره بیولي دي.

د راپورونو له مخې، یاد کسان د سیمې د امنیتي کمرې ثبت شوې ویډیوګانې او د هغو د ثبتولو دستګاه (ډي وي آر) هم له ځان سره وړې ده.

د کورنۍ غړو د پېښور په پشتخره پولیسو تاڼه کې د پېښې په اړه ورځنی راپور ثبت کړی، خو تر اوسه یې رسمي قضیه نه ده درج شوې.

د عرفات الله ورور، چې خپله هم خبریال دی، ویلي چې تېره میاشت نوموړی هم د استخباراتي ادارو کسانو له ځان سره بیولی و او دوه ورځې وروسته یې په دې پلمه بېرته خوشې کړی و چې د ناسمو معلوماتو له مخې ورسره وړل شوی او پر ضد یې د څېړنې کوم لامل نه و.

بل لور ته، د جنوبي وزیرستان یو شمېر نورو خبریالانو ته هم د ټیلیفون له لارې د دفترونو ته د ورغوښتلو زنګونه وهل کېږي. په دوی کې هغه خبریالان هم شامل دي چې د امنیتي ګواښونو له امله یې خپلې سیمې پرېښې او نورو ځایونو ته کډه شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې یاد دوه خبریالان چېرته وړل شوي او له ځان سره بیوونکي کسان څوک دي. همدارنګه، د نورو خبریالانو د ټیلیفوني اړیکو او د دغې پېښې ترمنځ تړاو هم نه دی تایید شوی.

د پشتخرې پولیسو تاڼې محرر حیات خان رسنیو ته ویلي چې د تېرې ورځې د دولتي رخصتۍ له امله د پېښې رسمي قضیه نه ده ثبت شوې. د نوموړي په وینا، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او اړوند پولیس چارواکي به د پېښې ځای وګوري، څو معلومه کړي چې ایا خبریالان تښتول شوي دي او که نه.

هغه زیاته کړې چې د څېړنو او د پېښې د ځای له کتنې وروسته به د نورو قانوني ګامونو او د رسمي قضیې د ثبتولو په اړه پرېکړه وشي.