یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعوامي نیشنل ګوند: د پښتنو پر ضد بېلابېلې حربې کارول شوي

عوامي نیشنل ګوند: د پښتنو پر ضد بېلابېلې حربې کارول شوي

د عوامي نیشنل ګوند د کوټې مشر ثناءالله کاکړ او عمومي منشي حمزه کاکړ د ګوند د مرکزي صدر ایمل ولي خان د وروستي بیان ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د پښتنو او د هغوی د پرمختګ غوښتونکې ملي مبارزې پر ضد په بېلابېلو وختونو کې داسې حربې استعمال شوې چې د تحریکونو او شعارونو په نوم وړاندې کړل شوې دي.

دواړو مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې لومړی دا تاثر خپور کړل شو چې ګواکې ټول پښتانه مذهبي جګړه او شریعت غواړي، چې له امله یې د بمي چاودنو، ځانمرګو بریدونو او وینې تویېدو یو اوږد لړۍ پیل شوه. د هغوی په وینا، دغې نام نهاد جګړې په سیمه کې پښتون افغان وطن ته نه جبرانېدونکی زیان واړاوه او په نړیواله کچه یې اسلامي هېوادونه او مسلمان امت هم سخت اغېزمن کړل.

اعلامیه زیاتوي چې له دې وروسته بل روایت رامنځته شو او دا خبره خپره کړل شوه چې پښتانه بدلون او د فساد ختمول غواړي. د عوامي نیشنل ګوند مشرانو په وینا، د «بدلون» تر شعار لاندې په خیبر پښتونخوا کې سیاسي او ټولنیز جوړښتونه نور هم کمزوري کړل شول او ولسي ستونزو ته د حل پر ځای سیاسي ګډوډي زیاته شوه.

هغوی ویلي چې وروسته یو بل بیان مخې ته راغی چې له مخې یې دا تاثر ورکړل شو چې پښتانه په خپله خاوره کې د ترهګرۍ او د ریاستي پالیسیو پر ضد د مزاحمت لپاره راپورته شوي دي. د هغوی په خبره، دا ټول حربې په جلا جلا وختونو کې پیل شوې خو وروسته یو له بل سره وتړل شوې، چې پایله یې دا شوه چې پښتنو پر خپله خاوره واک تر ډېره محدود شو، ټولنه لا ډېره غیر سیاسي شوه او سیمه له ناامنۍ او بحران سره مخامخ پاتې شوه.

د عوامي نیشنل ګوند مشرانو ویلي چې د دغو ټولو پالیسیو اصلي هدف د باچاخان د عدم تشدد فلسفه او د خدایي خدمتګار غورځنګ تسلسل دی، چې نن یې سیاسي استازیتوب عوامي نیشنل ګوند کوي. هغوی ټینګار کړی چې ګوند به د ټولو ستونزو، فشارونو او سازشونو باوجود د پښتنو د ملي حقونو، جمهوریت، اییني واکمنۍ او سیاسي شعور لپاره خپله مبارزه روانه ساتي.

په اعلامیه کې د ګوند له پلویانو غوښتنه شوې چې د اوسنیو حالاتو په نظر کې نیولو سره تنظیمي یووالی، ولسي اړیکې او سیاسي فعالیتونه نور هم پیاوړي کړي، ترڅو د پښتنو د حقونو او وسایلو د ساتنې لپاره اغېزمنه مبارزه دوام ومومي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه