د پښتونخوا ملي ولسي ګوند ايالتي مشر ویلي، چې د لوی اختر په څلورمه ورځ به د برشور بازار په سیمه کې یوه ستره او تاریخي ولسي غونډه ترسره شي، چې پکې به د ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ غړی خوشحال خان کاکړ ترڅنګ د ګوند مرکزي او ولايتي مشران ګډون او ویناګانې وکړي.
هغه وویل، دا ولسي غونډه د اوسني سیاسي، ملي او اقتصادي وضعیت او د «مائنز اینډ منرلز ایکټ ۲۰۲۵» په تړاو ځانګړی اهمیت لري، چې پکې به د پښتونخوا وطن پر ستونزو، پر قومي وسایلو د ولس حق، د خلکو اساسي حقوقو او د حکومت پر اوسنیو تګلارو د ګوند روښانه دریځ ولس ته وړاندې شي.
دا څرګندونې نوموړي د پښتونخوا ملي ولسي ګوند پښین ولسوالۍ د کمېټې یوې مهمې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. دغه غونډه د کلی ملک فیضو په سیمه کې د ملک عزیز خان په استوګنځي «پښتون مېنه» کې د هغه په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د لوی اختر په څلورمه ورځ د برشور بازار د ولسي جلسې د تیاریو، تنظیمي فعالیتونو او د ولسي اړیکو د کمپاین په اړه تفصیلي سلا مشورې وشوې او ګڼ مهم پرېکړې هم ترسره شوې.
ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د برشور بازار ولسي غونډه به د پښتونخوا وطن د قومي حقونو، د طبیعي وسایلو د ساتنې او د ولسواکۍ د مبارزې په برخه کې یو پیاوړی ولسي پیغام ثابت شي.
ویناوالو وویل، چې اوسنی «مائنز اینډ منرلز ایکټ» په حقیقت کې د پښتونخوا وطن پر طبیعي شتمنیو د واکمنېدو، د ځايي خلکو د حقونو د غصب او قومي وسایلو د بهرنیو قوتونو او سرمایه دارو کړیو ته د سپارلو یوه منظمه هڅه ده، چې پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي یې هېڅکله نه مني.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ولسي جلسې پر مهال به د ګوند مشرتابه د دغه متنازع قانون پر ضد پراخه ولسي پوهاوی رامنځته کوي او خلک به د دې قانون له سیاسي، اقتصادي او ملي اغېزو په تفصیل خبر کړي.
ویناوالو ټینګار وکړ، چې د پښتونخوا وطن پر معدني شتمنیو، ځمکو، اوبو او نورو طبیعي وسایلو تر ټولو لومړنی حق د همدې خاورې د ولس دی او د دغو وسایلو اړوند هره پرېکړه باید د ولس د هیلو، اساسي قانون او ملي ګټو له مخې وشي.
نصرالله خان زیرې وویل، چې د پښتونخوا وطن خلک دا مهال له سختې ګرانۍ، بېروزګارۍ، ناامنۍ، د وسایلو له لوټ او سیاسي بېثباتۍ سره مخ دي، خو واکمنې کړۍ د ولسي ستونزو د حل پر ځای پر قومي وسایلو د قبضې سیاستونه پر مخ وړي.
هغه زیاته کړه، چې پښتونخوا ملي ولسي ګوند به په هره کچه د ولسي حقونو، قومي تشخص، پر وسایلو د اختیار او د ولسواکۍ مبارزه لا نوره هم منظمه او پیاوړې کړي.
د غونډې په پای کې د ګوند مشرانو فعالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د برشور بازار د ولسي جلسې د بریا لپاره پراخ ولسي تماسونه وکړي، تنظیمي هلې ځلې لا ګړندۍ کړي، کور په کور کمپاین پر مخ یوسي او ولس ته د جلسې د پراخ ګډون بلنه ورکړي، څو د پښتون قومي حقونو، د وسایلو د ساتنې، ولسواکۍ او د ولسي ستونزو د حل لپاره یو ګډ او اغېزناک غږ پورته شي.


