د بلوچستان د مرکز کوټې د سریاب سیمې اړوند په کیچي بېګ کې د یوې چاودنې له امله دوه ماشومان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان په کلي جدید کې لوبې کولې. د لومړنیو معلوماتو له مخې، هلته یو لاسي بم وچاودېد چې مرګژوبله یې واړوله.
پولیس او د چاودېدونکو توکو شنډولو ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. ټپی روغتون ته لېږدول شوی او د مړو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.


