د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان کړی چې د امریکا له لوري په نړیوالو اوبو کې د نیول شویو بېړیو څخه د ۱۱ پاکستانیانو او ۲۰ ایراني وګړو د بېرته راستنولو بهیر په بریالیتوب بشپړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، ټول کسان روغ رمټ او په ښه روحي وضعیت کې دي، او د بهر مېشتو پاکستانیانو، په ځانګړي ډول د ستونزو سره مخ وګړو، خوندیتوب او هوساینه د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي چې دغه ۳۱ کسان لومړی له سنګاپور څخه بنکاک ته انتقال شول او وروسته یې اسلاماباد ته پرواز وکړ، چې ټاکل شوې د شپې ناوخته پاکستان ته ورسېږي. ایراني وګړي به هم د پاکستان له همغږۍ وروسته خپل هېواد ته ولېږدول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سنګاپور له حکومت، د هغه هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر څخه د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه کړې ده. نوموړي همداراز د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي څخه د باور څرګندولو له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د خپلو ایراني وروڼو د ستنولو مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړ.
هغه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او د تایلنډ له حکومت څخه هم د همغږۍ او د ترانزیټ اسانتیاوو برابرولو له امله مننه کړې ده.
په پای کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او په سنګاپور او تایلنډ کې د پاکستاني سفارتونو د چارواکو هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې د دوی پر وخت همغږۍ او هلې ځلې د دغو کسانو د خوندي او بریالي ستنولو سبب شوې دي.


