د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ د ډومېل په سیمه کې وسله والو کسانو د یو خصوصي بانک د نغدي پیسو لېږدوونکي ګاډي ودراوه او له ګاډي څخه یې نغدې پیسې لوټ کړې.
د خیبرپښتونخوا پولیسو په وینا، وسله والو لومړی د ګاډي چلوونکی او ساتونکی ودرول، بیا یې ګاډي له ځانه سره یوړ او نغدې پیسې یې ورڅخه واخیستې. پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه یې قضیه ثبت کړې او د تورنو کسانو د نیولو لپاره یې لټون پیل کړی دی.
د بانک ادارې ویلي چې په وین کې نږدې ۸ میلیونه روپۍ موجودې وې. پولیسو زیاته کړې چې د پېښې په اړه لا نورې څېړنې روانې دي.


