د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د امنیتي ځواکونو د لا پیاوړتیا، چټکتیا او اغېزمنتیا لپاره د کورنیو چارو وزارت ۲۳۰۰ نوې موټرسایکلونه د پولیسو بېلابېلو څانګو ته وېشلي دي.
د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر د راپور له مخې، دغه موټرسایکلونه د عامه نظم پولیسو، کابل پولیسو، اوروژنې او ترافیکو پولیسو لپاره ځانګړي شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې په راتلونکې کې به د پولیسو هرې څانګې ته د موټرو او موټرسایکلونو لپاره ځانګړی رنګ ټاکل کېږي، او زاړه وسایط به هم د همدې موخې لپاره په نوو رنګونو رنګ شي، څو د هرې څانګې پېژندنه اسانه شي.
هغه وویل، د دغو موټرسایکلونو وېش به د امنیتي او عامه خدمتونو چټکتیا زیاته کړي، د خلکو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه ممکنه کړي او د پولیسو عملي وړتیا به لا ښه کړي.


