د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارو د عصري کولو لپاره د بنسټیزو اصلاحاتو لارښوونه کړې او ټینګار یې کړی چې ځوانانو ته د نړیوالو معیارونو مطابق مهارتونه ورکول او د نړیوال کار بازار اړتیاوو سره یې برابرول د وخت مهمه اړتیا ده.
دا څرګندونې د بلوچستان د تخنیکي زدهکړو او مسلکي روزنې ادارې (BTEVTA) د بورډ په لسمه غونډه کې وشوې، چې د اعلیٰ وزیر تر مشرۍ لاندې د وزیر اعلیٰ په دفتر کې ترسره شوه. په غونډه کې د کار او بشري ځواک سلاکار سردار غلام رسول عمراني، د بلوچستان چیف سیکرټري شکیل قادر خان او نورو اړوندو چارواکو ګډون کړی و.
غونډه کې د ادارې د اصلاحاتو، د فعالیت د ښهوالي، مالي نظم او کلنیو مالي چارو اړوند بېلابېل وړاندیزونه منظور شول. ګډونوالو پرېکړه وکړه چې «BTEVTA» به لا فعاله، اغېزمنه او د عصري اړتیاوو مطابق اداره ګرځول کېږي.
غونډه کې د پرمختللې ټکنالوژۍ او د بازار اړتیاوو ته برابر روزنیز پروګرامونو پر پیل هم ټینګار وشو، څو د صوبې ځوانان په عصري مهارتونو سمبال او د کار غوره فرصتونه ورته برابر شي. همداراز د روانو پروګرامونو په نوښت او بدلون راوستلو هم خبرې وشوې، ترڅو ځوانانو ته غوره تخنیکي زدهکړې او د کار زمینې برابرې شي.
د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د کارپوهانو په مشوره به د تخنیکي زدهکړو او مهارتونو د پراختیا لپاره یو هر اړخیز او عملي پلان جوړېږي.
اعلیٰ وزیر سرفراز بګټي وویل، په بلوچستان کې غیر پرمختیايي لګښتونه هر کال زیاتېږي او حکومت نشي کولی هر وګړي ته دولتي دنده ورکړي، نو ځکه د تخنیکي زدهکړو او مسلکي روزنې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه ضروري ده.
غونډه کې د بلوچستان د بهرنیو هېوادونو د ځوانانو د کارموندنې روان پروګرام هم وڅېړل شو. اعلیٰ وزیر هغو شرکتونو پر ضد د اقدام امر وکړ چې په پروګرام کې یې سست رفتار ښودلی او د هغو ځوانانو ستونزو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه چې بهر ته لېږل شوي دي.
هغه لارښوونه وکړه چې د ځوانانو شکایتونه دې ژر حل او له هغو شرکتونو سره دې سخت چلند وشي چې له تړونونو سرغړونه کوي.
میر سرفراز بګټي «BTEVTA» ته دا هم هدایت وکړ چې د ماهرو ځوانانو لپاره دې په کور دننه او بهر د کار فرصتونو پراخولو هڅې چټکې کړي، څو د بلوچستان ځوانان د خپلو وړتیاوو له مخې ښه راتلونکی ترلاسه کړي.


