د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، اسلاماباد د افغانستان له طالبانو سره د وسلهوالۍ او امنیتي ستونزو په اړه د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب اوږدې خبرې کړې، خو د کابل حکومت نه دی چمتو شوی چې په لیکلې بڼه ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.
هغه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل، کله چې په پاکستان کې ترهګري اوج ته رسېدلې وه، هماغه وخت هم خبرې روانې وې او قطر، ترکیې او سعودي عربستان په دې بهیر کې مهم رول درلود، خو کومه پایله یې ورنه کړه.
خواجه آصف وویل، افغان چارواکي یوازې شفاهي ډاډ ورکوي، خو د لیکلي تړون لپاره چمتو نه دي. د نوموړي په وینا، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وروستۍ ناامنۍ، بریدونه او وینهتویېدنه له افغانستان سره مستقیم تړاو لري.
هغه د بنو برید او نورو وروستیو پېښو یادونه وکړه او ویې ویل، پاکستاني پوځ او امنیتي ځواکونه هره ورځ قربانۍ ورکوي.
د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي. نوموړي زیاته کړه، اسلاماباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې د وسلهوالو ملاتړ او د هغوی مرکزونه ختم کړي، خو پرمختګ نه دی شوی.
خواجه آصف پر کابل حکومت دا تور هم پورې کړ چې د هند “نیابتي” رول لوبوي او هند د افغانستان له لارې د پاکستان پر ضد جګړه پر مخ وړي. خو کابل او نوي ډیلي تل دا تورونه رد کړي دي.
هغه وویل، اوس د خیبر پښتونخوا حکومت هم د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له وفاقي حکومت او پوځ سره بشپړه همکاري کوي او ټول په یوه دریځ ولاړ دي چې ترهګري باید ختمه شي.
نوموړي خبرداری ورکړ، که افغانستان له وسلهوالو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي، نو «یوازینۍ لاره جګړه پاتې کېږي.»
خواجه آصف زیاته کړه: “که د کابل حکومت چمتو نه شي، نو بیا به له کابل سره هم هماغه چلند وشي چې له ډیلي سره شوی دی.”


