د جمعیت علماء اسلام د ټولنیزو رسنیو ویاند اسلم غوري پر «ایکس» پاڼه په خپل بیان کې ویلي، چې له آی ایم ایف (نړیوال وجهي صندوق) سره د اوسني حکومت چلند د یوه پور ټولونکي په څېر دی.
اسلم غوري زیاته کړه چې «جعلي واکمنو د ګرانوۍ ۷۸ کلن ریکارډ مات کړی دی.» هغه وویل چې له نړیوال وجهي صندوق څخه اخیستل شوي پورونه د حکمرانانو د عیاشیو او شخصي ګټو لپاره کارول کېږي، خو بار یې د ولس پر اوږو اچول کېږي.
نوموړي دا هم وویل چې «لکه څنګه چې امریکا د ایران په جګړه کې د خپلو خلکو وینه تویوله، همداسې دلته هم واکمنو د خلکو د وینې په پیسو سوداګري پیل کړې» او نوي پورونه اخلي.
اسلم غوري د پي ټي آی (PTI) ننګه وکړه او ویې ویل چې پاکستان تحریک انصاف یوازینۍ ډله ده چې له خپل ولس سره ولاړه ده. هغه د حکومت دا اقدام هم وغندل چې لومړی د پټرولو او ډیزلو بیې لوړوي او بیا یې د ولسي فشار له امله بېرته کموي.
د خپلې وینا په پای کې اسلم غوري وویل: «قوم باید سړکونو ته راووځي،» ځکه چې واکمن په خپلو خوشحالیو او عیاشیو کې ډوب دي او د ولس درد نه احساسوي.


