دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبنو کې پر امنیتي پوسته موټر بم برید شوی؛ د مرګ‌ژوبلې وېره...

بنو کې پر امنیتي پوسته موټر بم برید شوی؛ د مرګ‌ژوبلې وېره ده

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې تېره شنبه د «فاتح خیل» پر امنیتي پوستې د بارودي توکو څخه د ډک موټر په واسطه ځانمرګی برید شوی دی.

د رپوټونو له مخې، دغه برید د څو زورورو چاودنو لامل شوی چې ورپسې په سیمه کې د سختو ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ځايي سرچینو ویلي چې د برید پر مهال لږ تر لږه څلور پرله پسې چاودنې شوي، چې غږونه یې تر لیرې سیمو پورې اورېدل شوي او په خلکو کې یې سخته وېره او ترهه خپره کړې ده.

لومړني معلومات ښيي چې بریدګرو لومړی د چاودیدونکو توکو ډک موټر له امنیتي پوستې سره جنګولی او بیا یې له بېلابېلو خواوو پر پوستې درنې ډزې پیل کړې دي. که څه هم په دغه پېښه کې د مرګ‌ژوبلې وېره شته، خو تر اوسه په رسمي ډول د تلفاتو کره شمېره نه ده تایید شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه