محمود خان اڅکزی د «اڅکزی فارمولې» تر نوم لاندې یو سیاسي او ملي اصلاحاتي وړاندیز وړاندې کړی، چې موخه یې په پاکستان کې د جمهوریت پیاوړتیا، د اساسي قانون واکمني او د ادارو ترمنځ د واک روښانه وېش بلل شوی دی.
د یاد وړاندیز له مخې، پاکستان باید یو بشپړ جمهوري او ولسواک دولت وي، چې ټولې چارې یې د روښانه اساسي قانون له مخې پر مخ ولاړې شي. په وړاندیز کې ټینګار شوی چې عدلیه باید په بشپړه توګه خپلواکه وي او رسنۍ باید له هر ډول سانسور او فشار څخه ازادې پاتې شي.
په «اڅکزی فارمولې» کې دا هم ویل شوي چې وسله وال ځواکونه باید یوازې د ملي دفاع او سرحدونو ساتنې مسؤلیت ترسره کړي او په داخلي سیاست کې له لاسوهنې ډډه وکړي. همداراز ټینګار شوی چې منتخب پارلمان باید د ټولو واکونو اصلي سرچینه وي او د کورنیو او بهرنیو پالیسیو پرېکړې باید د پارلمان له لارې ترسره شي.
په دې طرحه کې د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم شوې او وړاندیز شوی چې د ملي یووالي لپاره دې یو لنډمهالی ملي حکومت جوړ شي، څو هېواد د جمهوري نظام پر لور بېرته ور وګرځوي.
د وړاندیز له مخې، باید یو خپلواک او شفاف انتخاباتي کمېسیون رامنځته شي، چې د یوه کال دننه ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي. په پای کې ویل شوي چې ټولې ادارې، د پوځ او سیاسي ګوندونو په ګډون، باید د تېر وخت له تېروتنو زده کړه وکړي او د اساسي قانون، ملي یووالي او ګډ مسؤلیت له لارې هېواد د ثبات او پرمختګ پر لور یوسي.


