د عرب نیوز د راپور له مخې، په مکه مکرمه کې پولیسو ۱۸ تنه بهرنیان چې د اقامې، نسک کارت او د حج د لاسي بریسلیټونو په جعلي جوړولو تورن وو، نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې د پاکستان او افغانستان وګړي هم شامل دي.
د دې عملیاتو نور جزیات په لاندې ډول دي:
جعلي اعلانونه: مکه پولیسو یو اندونیزیايي وګړی د ټولنیزو رسنیو له لارې د حج د خدماتو په اړه د جعلي او بې لارې کوونکو اعلانونو د خپرولو په تور نیولی دی.
بې اجازې ننوتل: ۱۰ تنه نور بهرنیان (سوډانیان، مصریان او یمنیان) مکه مکرمه ته د بې اجازې ننوتلو او هلته د پاتې کیدو د هڅې په تور نیول شوي دي.
د دښتې له لارې تګ: تر دې وړاندې ۵ تنه افغانان هم نیول شوي وو چې غوښتل یې د صحرايي لارو څخه په پښو مکه مکرمه ته داخل شي.
ټول نیول شوي کسان له قانوني پړاوونو وروسته «عمومي څارنوالۍ» ته سپارل شوي دي.
باید وویل شي چې د حج د مقرراتو د سرغړونې په صورت کې د جریمې او سختو سزاګانو خبرداری د «لومړي ذوالقعدې څخه تر ۱۴ ذوالحجې» پورې د تطبیق وړ دی.
د سعودي وزارت پر ټولو خلکو غږ کړی چې: «د ۲۰۲۶ کال د حج د موسم د مقرراتو پابندي وکړئ او د حاجیانو د خوندیتوب او امنیت په موخه له اړوندو چارواکو سره همکاري وکړئ.»
د حج د مقرراتو د هر ډول سرغړونې په صورت کې په مکه، مدینه، ریاض او ختیځ ولایت کې پر **۹۱۱** او د سعودي په نورو سیمو کې پر **۹۹۹** شمېره اړیکه نیولی شئ.


