د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، په تېره اونۍ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټریک ټنه توکي لېږدول او رالېږدل شوي دي.
د ده په وینا، دا انتقالات د اوزبکستان حیرتان بندر، د ترکمنستان آقینې او تورغنډۍ بندرونه او د ایران افغانستان خواف–هرات بندرونو له لارې ترسره شوي، چې پکې نفتي او غیر نفتي توکي شامل دي، او ۲۶۴ ټنه د انارو جوس هم صادر شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند زیاتوي، د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د کارموندنې فرصتونه زیاتوي، د افغانستان ملي عواید لوړوي او د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابروي.


