یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلوچستان په دالبندین سیمه کې د دریو تنو مړي موندل شوي

د بلوچستان په دالبندین سیمه کې د دریو تنو مړي موندل شوي

د بلوچستان د دالبندین په سیمه کې د شنبې په ورځ د درېیو کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي موندل شوي دي.

د بلوچستان د دالبندین په سیمه کې د شنبې په ورځ د درېیو کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، وژل شوي کسان ظهیر احمد، وسیم (د سرګودها اوسېدونکی) او افضل (د چنیوټ اوسېدونکی) پېژندل شوي، چې د معدني موادو د استخراج له یوې کمپنۍ سره یې کار کاوه.

د دوی مړي د ملي لویې لارې ترڅنګ موندل شوي دي. ویل کېږي چې نامعلومو وسله‌والو پرې ډزې کړې او وژلي یې دي.

مړي د قانوني او طبي څېړنو لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځايي ادارې ویلي چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه