یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاسماعیل بقايي: له امریکا سره خبرې اترې لا هم د پاکستان په...

اسماعیل بقايي: له امریکا سره خبرې اترې لا هم د پاکستان په منځګړیتوب روانې دي

د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې، بقایي د دوشنبې په ورځ ویلي چې امریکا د یورانیمو د غني کولو او اټومي فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې، خو ایران مخکې هم ویلي چې دغه اندېښنې بې‌بنسټه دي.

د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې، بقایي د دوشنبې په ورځ ویلي چې امریکا د یورانیمو د غني کولو او اټومي فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې، خو ایران مخکې هم ویلي چې دغه اندېښنې بې‌بنسټه دي.

هغه زیاته کړې: «امریکایانو خپلې طرحې وړاندې کړې او موږ هم خپل دریځ روښانه کړی دی.»

د هرموز تنګي جزییات

د هرمز تنګي په اړه د امریکا او بحرین له لوري د وړاندې شوې پرېکړه‌لیک په تړاو نوموړي وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ایران د سیمې د امنیت د خرابولو مسؤل نه شي بللای.

د بقايي وینا

د بقایي په وینا، چین او روسیه ښه پوهېږي چې په سمندرونو کې د ناامنۍ او د ازادې سوداګرۍ پر ضد اصلي اقدامات امریکا کوي.

هغه ټینګار وکړ، که نړیواله ټولنه غواړي مسؤلانه چلند وکړي، نو باید د امریکا اقدامات وغندي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه