د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، چې دی دا مهال د دولتي ځواکونو په کلابندۍ کې دی او پلویان یې د دولتي فشارونو له امله له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي د لاهور های کورټ بار ټولنې وکیلانو ته د ویډیويي اړیکې له لارې په وینا کې ویلي، چې په لاهور کې لارې تړل شوې او امنیتي خنډونه لګول شوي، چې له امله یې نوموړی ونه توانېد په مستقیم ډول غونډې ته ورشي.
فضل الرحمان زیاته کړې، چې زور زیاتی تلپاتې نه وي، خو زغم د تاریخ په اوږدو کې پاتې شوی دی.
د هغه په وینا، دوی په هېواد کې د سولې غوښتونکي دي او د سولې د ټینګښت لپاره یې تل قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې له هېڅ واکمن یا دولتي ادارې څخه د وطن سره د وفادارۍ تصدیق نه غواړي او د جمعیت علمای اسلام غړي د فشارونو پر وړاندې د درېدو هوډ لري.


