پاکستان: له اسرائیلي استازي سره لیدنه یوازې رسمي مراسم وو

0
36

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسرائیلي استازي سره په جنیوا کې د دغه هېواد د ډیپلوماتیک استازي لیدنه یوازې د ملګرو ملتونو د بې‌وسلې کولو کنفرانس د رسمي چارو یوه برخه وه او له اسرائیل سره یې د دوه‌اړخیزو اړیکو تړاو نه درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دایمي استازي طاهر حسین اندرابي د بې‌وسلې کولو کنفرانس د مشر په توګه د اسرائیل د نوي استازي جوناتن پیلډ ډیپلوماتیک باورلیکونه ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په وینا، د کنفرانس د اصولو له مخې، نوي ټاکل شوي استازي خپل باورلیکونه د کنفرانس اوسني مشر ته سپاري او د همدې کړنلارې له مخې د کروشیا، ایرلنډ، جرمني، مالیزیا او بنګله‌دېش استازو هم خپل باورلیکونه وړاندې کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان اسرائیل په رسمیت نه پېژني او د فلسطین په اړه یې په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د پاکستان په وینا، دغه هېواد د ۱۹۶۷ کال له پولو سره سم د یوه خپلواک فلسطیني دولت ملاتړ کوي چې پلازمېنه یې ختیځ بیت‌المقدس وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په منځنۍ غزه کې د اسرائیلي ځواکونو پرمختګ هم د اوربند د هوکړې سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې په سیمه کې د تلپاتې سولې هڅې زیانمنوي.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د نومبر پر ۱۹مه له ۱۴ نورو هېوادونو سره په ګډه د غزې د کړکېچ د پای ته رسولو او د سولې پر طرحې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

د هغه په خبره، پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو د بېړنۍ غونډې رابللو په اړه د ایران له غوښتنې هم ملاتړ کړی دی.