افغان لیکوالې او سیاسي شنونکې، سمیې نوروزي، په یوه مقاله کې د «امپراتوریو هدیرې» اصطلاح ناسمه او ګمراه کوونکې بللې او ویلي یې دي چې افغانستان باید د بېلابېلو تمدنونو او کلتورونو د ګډېدو ځای وګڼل شي.
نوموړې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۰مه د «ا رېد فرام د وېل» (A Reed from the Well) په خپرونه کې د «واشنګټن د خوښې افسانه؛ د امپراتوریو هدیره» تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.
نوروزي لیکلي چې د افغانستان په اړه د «امپراتوریو هدیرې» اصطلاح د رسنیو او سیاستوالو له خوا له کلونو راهیسې تکرارېږي، خو د هغې په اند دا اصطلاح د افغانستان تاریخ او واقعیت په سمه توګه نه انځوروي او داسې تصور رامنځته کوي چې ګواکې دا هېواد د خپل جغرافیایي موقعیت، تاریخي شخړو او ټولنیزو وېشونو له امله د پرمختګ او ثبات وړتیا نه لري.
هغې د خپلې مقالې په پیل کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د کابل د سقوط پر مهال خپلې تجربې بیان کړې دي. نوموړې وايي، هغه مهال ۲۱ کلنه وه، په کابل کې یوازې پاتې وه او هڅه یې کوله چې ځان خپلې کورنۍ ته ورسوي. د هغې په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط سره یې د خیانت، خپګان او ناهیلۍ احساس کاوه.
نوروزي د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال وینا ته په اشارې لیکلي چې هغه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د پرېکړې د توجیه لپاره د «امپراتوریو هدیرې» اصطلاح وکاروله.
نوموړې همداراز د بایډن د ملي امنیت پخواني سلاکار جېک سلیوان سره د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د واشنګټن په یوه غونډه کې د خپلې لیدنې یادونه کړې ده.
د مقالې له مخې، نوروزي له سلیوان څخه پوښتنه کړې چې امریکا څنګه د باور وړ هېواد پاتې کېدای شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې خپل متحدین یوازې پرېښودل. هغې د جنوبي کوریا، جرمني او جاپان بېلګې وړاندې کړې او ویلي یې دي چې د یوه هېواد بیارغونه اوږدمهاله ملاتړ او ژمنتیا غواړي.
د هغې په وینا، سلیوان د امریکا د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې امریکا له افغانستانه تر ۸۰ زرو ډېر کسان ایستلي وو، د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام لپاره یې د خلکو د قربانیو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې امریکا نه شي کولای د نورو هېوادونو لپاره ملتونه جوړ کړي.
نوروزي د دې ادعا په ځواب کې چې ګواکې افغان امنیتي ځواکونو د خپل هېواد د دفاع اراده نه لرله، د براون پوهنتون د جګړې د لګښتونو پروژې شمېرو ته اشاره کړې ده.
د دغو شمېرو له مخې، د افغانستان په جګړه کې شاوخوا ۶۶ زره تر ۶۹ زره افغان امنیتي سرتېري او پولیس وژل شوي او تر ۴۷ زرو ډېر ملکي وګړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغې لیکلي چې د ۲۰۱۵ کال له پیل وروسته، کله چې د امریکا او ناټو جنګي ماموریت پای ته ورسېد، د جګړې مشري تر ډېره افغان ځواکونو پر غاړه واخیسته.
د مقالې له مخې، د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو چې د ۲۰۱۴ کال له سپټمبر راهیسې تر ۴۵ زرو ډېر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
نوروزي ټینګار کړی چې د افغان ځواکونو د ماتې لامل یوازې د جګړې نه کول نه وو، بلکې د امریکايي ملاتړ، استخباراتي معلوماتو، هوايي ځواک، اکمالاتو او معاشونو نشتوالي هم د هغوی پر وړتیا اغېز کړی و. نوموړې وايي، د کابل له سقوط مخکې په ځینو امنیتي پوستو کې خوراکي توکي او مهمات کم شوي وو او ځینو پولیسو څو میاشتې معاشونه نه وو ترلاسه کړي.
د افغانستان تاریخي مخینه او د بهرنیو ځواکونو رول
نوروزي په خپله مقاله کې د افغانستان تاریخي مخینه هم څېړلې او لیکلي یې دي چې د دې سیمې تاریخ یوازې د امپراتوریو د ماتې او وتلو کیسه نه ده، بلکې د بېلابېلو تمدنونو، ژبو، دینونو او کلتورونو د ګډېدو تاریخ دی.
هغې د یونانیانو، پارسیانو، عربانو، مغولو، تیموریانو او مغولي واکمنانو د راتګ یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغو تمدنونو د سیمې پر ژبه، دودونو، خوراک، موسیقۍ او ټولنیز ژوند اغېز کړی دی.
د هغې په وینا، د برتانوي امپراتورۍ او پخواني شوروي اتحاد د زوال لاملونه هم باید په تاریخي واقعیتونو کې ولټول شي، نه دا چې د دغو امپراتوریو د پای پړه پر افغانستان واچول شي.
نوموړې لیکلي چې برتانوي ځواکونو افغانستان د روسیې د امپراتورۍ پر وړاندې د حایلې سیمې په توګه کاراوه او په ۱۸۹۳ کال کې د ډیورنډ کرښه وکښل شوه، چې د هغې په وینا، پښتني سیمې یې سره بېلې کړې او تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو یوه سرچینه ده.
په افغانستان کې د امریکا د پالیسیو اغېزې
نوروزي د افغانستان په جګړو کې د امریکا رول ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د «امپراتوریو هدیرې» اصطلاح د ۲۰۰۱ کال په یوه مقاله کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې د یوه پخواني چارواکي، مېلټن بیرډن، له خوا مشهوره شوه.
د هغې په وینا، بیرډن په پاکستان کې د امریکا د استخباراتي ادارې د څانګې مشر و او د شوروي اتحاد پر وړاندې یې د افغان مجاهدینو د ملاتړ په بهیر کې رول درلود.
هغې د ۱۹۸۰مو کلونو پر مهال د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) له خوا د افغانستان لپاره د درسي کتابونو د جوړولو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې په دغو کتابونو کې د جګړې، وسلو او جهاد اړوند مطالب شامل وو.
نوروزي د هیلري کلنټن پخوانیو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې پکې یې ویلي وو امریکا د شوروي اتحاد پر وړاندې مجاهدین روزلي، سمبال کړي او مالي ملاتړ یې کړی و.
نوموړې د ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان په جګړه کې د فساد، جنګسالارانو او ناسمو لګښتونو موضوع هم راپورته کړې ده. هغې د امریکا د کانګرس د ۲۰۱۰ کال یوې څېړنې ته په اشارې لیکلي چې د امریکايي ځواکونو د اکمالاتي قراردادونو له لارې سیمهییزو جنګسالارانو ته د ساتنې په نوم میلیونونه ډالر ورکول کېدل.
ایا افغانانو ډیموکراسۍ ته لېوالتیا نه لرله؟
نوروزي د دې ادعا مخالفت هم کړی چې ګواکې د افغانستان خلکو ډیموکراسۍ ته لېوالتیا نه لرله.
هغې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ته په اشارې لیکلي چې په دویم پړاو کې تر اووه میلیونو ډېر افغانانو رایې ورکړې وې.
د هغې په وینا، طالبانو د هرات په لوېدیځ ولایت کې د رایې ورکولو له امله د ۱۱ سپینږیرو نارینهوو د ګوتو د رنګ وهلې برخې پرې کړې وې، خو د یوه بزګر په ګډون ځینو خلکو ویلي وو چې که ټولې ګوتې یې هم پرې شي، بیا به هم رایه ورکړي.
نوموړې د ښځو او نورو افغانانو د لاریونونو، نیونو او ځورونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، د ازادۍ او حقونو غوښتنې باید له پامه ونه غورځول شي.
هغې په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو پړه یوازې پر جغرافیه، تاریخ او خلکو اچول ناسم دي، بلکې د کورنیو او بهرنیو سیاستونو، جګړو او ناسمو پرېکړو اغېزې هم باید وڅېړل شي.
نوروزي وايي، افغانستان د امپراتوریو هدیره نه، بلکې د بېلابېلو کلتورونو او تمدنونو ګډ کور دی او د دغه هېواد تاریخ باید له همدې لیدلوري وڅېړل شي.


