یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچمن کې د مې ۲۹مې سترې ولسي غونډې اعلان؛ محمود خان اڅکزی...

چمن کې د مې ۲۹مې سترې ولسي غونډې اعلان؛ محمود خان اڅکزی به وینا کوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مشرانو اعلان کړی چې د روانې مې میاشتې په ۲۹مه نېټه به د ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود اڅکزی په چمن ښار کې یوې سترې ولسي غونډې ته وینا وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مشرانو اعلان کړی چې د روانې مې میاشتې په ۲۹مه نېټه به د ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود اڅکزی په چمن ښار کې یوې سترې ولسي غونډې ته وینا وکړي.

د ګوند مرکزي سېکرټر جنرال عبدالرحیم زیارتوال، د مالي چارو مرکزي اضافي سېکرټر سید لیاقت اغا، مرکزي سېکرټر ناظم صلاح الدین اڅکزي، صوبايي مشر سید شراف اغا او نورو مشرانو په چمن کې د ګوند ضلعي دفتر کې ګډې خبري غونډې ته وویل چې په هېواد کې پارلمان، ازادې رسنۍ او خپلواکه عدلیه له منځه وړل شوې او نظام د «فارم ۴۷» له مخې روان دی.

دوی وویل چې د همدې وضعیت له امله هېواد له سختو ستونزو سره مخ شوی او ولس له ګڼو مشکلاتو کړیږي. د مشرانو په خبره، د چمن خلک له روزګاره بې برخې ساتل شوي او په سیمه کې ناامني هم زیاته شوې ده.

د ګوند مشرانو زیاته کړه چې محمود خان اڅکزی به د مې په ۲۹مه د چمن د ګورنمنټ ماډل های سکول د فوټبال په میدان کې ولسي غونډې ته وینا وکړي.

هغوی له خلکو وغوښتل چې په یادې غونډې کې په پراخه کچه ګډون وکړي او خپل جمهوري او ملي شعور څرګند کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه