د امريکا ولسمشر ډونالډ يو ځل بيا ايران ته سخت خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې تهران بايد ژر تر ژره د سولې تړون ومني، کنه «نور به څه ورسره پاتې نه شي.»
د فرانسې خبري اژانس اې اېف پي د راپور له مخې، د فبرورۍ په ۲۸مه د امريکا او اسرائيلو له بريدونو وروسته پيل شوې جګړې په منځني ختيځ کې سخت تاوتريخوالی رامنځته کړی او د سيمې امنيتي وضعيت يې کړکېچن کړی دی. د همدې جګړې له امله د تېلو نړيوال بازار هم اغېزمن شوی او بيې لوړې شوې دي.
د ایران په اړه د ټرمپ خبرې
ډونلډ ټرمپ د خپل ټولنيز پلېټفارم «ټروت سوشل» له لارې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې «د ايران وخت په تېزۍ تېرېږي او بايد ژر اقدام وکړي، ګنې هلته به ورته هېڅ پاتې نه وي.» نوموړي زياته کړې چې «وخت ډېر ارزښت لري.»
راپورونه وايي چې د جګړې له امله د هرمز تنګی هم تړل شوی، هغه سمندري لار چې د نړۍ شاوخوا شل سلنه د تېلو سوداګري ترې ترسره کېږي. د همدې کړکېچ له کبله لبنان او اسرائيل هم په خونړۍ جګړه کې ښکېل شوي دي.
د ايران مذهبي حکومت، چې د حزب الله ملاتړ کوي، ويلي چې له امريکا سره د هر ډول پراخ سولې تړون وړاندې بايد په لبنان کې دايمي اوربند وشي. بلخوا ټرمپ مخکې هم د ايران له لوري د ده د شرطونو نه منلو له امله ناخوښي ښودلې وه.
يو اسرائيلي پوځي چارواکي ويلي چې حزب الله پر اسرائيلو شاوخوا ۲۰۰ راکټي او نور بريدونه کړي، سره له دې چې دواړه خواوې د اوربند پر اصولو موافقې ته رسېدلې وې.
د لبنان وضعيت
د لبنان د روغتيا وزارت په وينا، د هېواد په سوېلي سيمو کې د اسرائيلو په تازه بريدونو کې پنځه کسان وژل شوي چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي. د لبناني چارواکو په خبره، د جګړې له پيل راهيسې تر اوسه د اسرائيلو په بريدونو کې له ۲۹۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.
واشنګټن او تهران د اپرېل په اتمه د اوربند هوکړې ته رسېدلي وو او ورسره مذاکرات هم پيل شوي وو، خو وروسته دا خبرې له خنډ سره مخ شوې. د ايران دولتي رسنيو ويلي چې امريکا د جګړې ختمولو لپاره په خبرو کې کومه «حقيقي رعایت» نه دی وړاندې کړی.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، واشنګټن ايران ته پنځه مادهيي وړانديز سپارلی چې پکې له تهران څخه غوښتل شوي يوازې يوه اټومي تاسيسات فعاله وساتي او خپل لوړ غني شوی يورانيم امريکا ته وسپاري.
راپور زياتوي چې امريکا د ايران د کنګل شويو شتمنيو د «۲۵ سلنه برخې» خوشې کولو او يا هم د جګړې د زيان جبران کولو غوښتنه رد کړې ده.
د مهر خبري اژانس په وينا، امريکا غواړي هغه امتيازات د مذاکراتو له لارې ترلاسه کړي چې د جګړې پر مهال يې ترلاسه نه کړل، او همدا مسئله د خبرو د ځنډ اصلي لامل ګرځېدلې ده.
د يادونې وړ ده چې د امريکا او ايران ترمنځ د مذاکراتو يو پړاو په اپرېل مياشت کې په اسلام اباد کې ترسره شوی و، خو بې پايلې پای ته رسېدلی و، او دوهم پړاو بيا ترسره نه شو.


