دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه پاکستان کې افغان کډوال: د ستنېدو هوډ شته، خو د ترانسپورټ...

په پاکستان کې افغان کډوال: د ستنېدو هوډ شته، خو د ترانسپورټ لوړې کرایې د بېرته تګ مخه نیسي

راپور: داودجبارخیل

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، که څه هم افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره یې چمتووالی نیولی، خو د ترانسپورټ لوړې کرایې او محدود امکانات د دوی پر وړاندې ستر خنډ ګرځېدلي دي.

د مردان په سیمه کې مېشت افغان کډوال عمران وايي، دوی خپل کورني سامانونه او کډې تړلي او د بېرته تګ نیت لري، خو د بار وړلو لپاره مناسب موټر نه مومي.

عمران وایي، هر کله چې د موټر لټه وکړي، نو د بار وړونکو موټرو مالکین تر شپږ لکه پاکستانیو روپیو پورې کرایه غواړي، چې د ډېری افغان کورنیو له وسه پورته ده.

هغه زیاتوي: «موږ هر څه برابر کړي دي، ماشومان مو تیار دي، سامانونه مو ټول راټول کړي، خو د دومره لوړې کرایې د ورکولو توان نه لرو. که مرسته ونه شي، ښایي لا نور هم دلته بند پاتې شو.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنېدو له بهیر سره هم‌مهاله، ګڼې کورنۍ له ورته ستونزو سره مخ دي. کډوال وایي، د اقتصادي فشارونو، د کار نشتوالي او د قانوني اسنادو ستونزو له امله له وړاندې له سختو شرایطو سره مخ وو، خو اوس د بېرته تګ لګښتونه هم ور زیات شوي دي.

ځینې کډوال شکایت کوي چې د ترانسپورټ کرایې د تقاضا د زیاتوالي له امله لوړې شوې دي. د دوی په وینا، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له زیاتېدو سره سم، د بار وړونکو موټرو غوښتنه هم ډېره شوې، چې له امله یې د موټر خاوندانو کرایې لوړې کړې دي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو ځینې فعالان او مرستندویه بنسټونه وایي، افغان کډوال باید د بېرته ستنېدو پر مهال له لا ډېرو اقتصادي فشارونو سره مخ نه شي. دوی له پاکستاني چارواکو، نړیوالو مرستندویه ادارو او د کډوالو اړوندو بنسټونو غواړي چې د افغان کورنیو لپاره د انتقال اسانتیاوې برابرې کړي او د ترانسپورټ په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

کارپوهان باور لري، که د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د لېږد او استوګنې مناسب پلان جوړ نه شي، نو ګڼې کورنۍ به له مالي زیانونو او بشري ستونزو سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، خو د ترانسپورټ لګښتونه، سرحدي محدودیتونه او اقتصادي ستونزې لا هم د ډېرو کورنیو لپاره د بېرته تګ په لاره کې لوی خنډونه بلل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه