دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه تېره اونۍ کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې لېږد...

په تېره اونۍ کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې لېږد رالېږد زیات شوی

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، په تېره اونۍ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټریک ټنه توکي لېږدول او رالېږدل شوي دي.

د ده په وینا، دا انتقالات د اوزبکستان حیرتان بندر، د ترکمنستان آقینې او تورغنډۍ بندرونه او د ایران افغانستان خواف–هرات بندرونو له لارې ترسره شوي، چې پکې نفتي او غیر نفتي توکي شامل دي، او ۲۶۴ ټنه د انارو جوس هم صادر شوي دي.

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند زیاتوي، د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د کارموندنې فرصتونه زیاتوي، د افغانستان ملي عواید لوړوي او د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابروي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه