په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، د واکمنو چارواکو د ۱۸ ګڼې فرمان په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه فرمان د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو یو بل ګام دی.
یوناما ویلي، دغه فرمان چې د زوجینو د بېلتون اصول تنظیموي، د غويي میاشتې په ۱۴مه د عدلیې وزارت له لوري په رسمي جریده کې خپور شوی او پکې هغه موارد بیان شوي چې ښځې پرې د بېلتون غوښتنه کولی شي.
د یوناما په وینا، دغه فرمان په داسې نابرابر چوکاټ کې عملي کېږي چې نارینه د طلاق یو اړخیز حق لري، خو ښځې باید د مېړه څخه د بېلتون لپاره له سختو او پېچلو قضایي پړاوونو تېرې شي، چې دا کار د ښځو خپلواکي او عدالت ته لاسرسی محدودوي.
د یوناما سرپرستې، ګورګیټ ګګنون، ویلي چې ۱۸ ګڼه فرمان د هغو پرلهپسې اقداماتو برخه ده چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان ښځو او نجونو حقونه کمزوري کوي. نوموړې زیاته کړې چې دغه فرمان تبعیض لا پیاوړی کوي او ښځې له خپلواکۍ، فرصتونو او عدالت څخه محروموي.
یوناما همداراز خبرداری ورکړی چې د نجونو د بېلتون اړوند ځانګړي فصلونه په ضمني ډول د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي او د نجونو چوپتیا د واده رضایت ګڼل د آزاد رضایت اصل تر پوښتنې لاندې راولي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې افغانستان باید د بشري حقونو اړوند خپلو نړیوالو ژمنو ته پابند پاتې شي، د ماشومانو ودونه پای ته ورسوي، عدالت ته لاسرسی یقیني کړي او د ښځو او نجونو اساسي حقونه خوندي کړي.


