د افغانستان د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدو او ځمکو وېش کمېټې د افغانستان په اوو ولایتونو کې راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۴۹۱ د استوګنې نمرې وېشلې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ننګرهار کې ۳۱۰، سمنګان کې ۲۰۰، زابل کې ۱۳۲، فراه کې ۴۴۷، کندوز کې ۱۸۲، هلمند کې ۱۷۵ او غزني کې ۴۵ کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي.
د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو لپاره دا بهیر چټک شوی دی.
د هغه په وینا، د دې پروګرام موخه د کډوالو د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول، منظم ښاري پراختیا ته وده ورکول او د مناسب استوګنیز چاپېریال برابرول دي.
د وزارت د شمېرو له مخې، تر دې مهاله راستنو شویو کډوالو ته ټولټال ۲۸ زره او ۷۶۸ د استوګنې نمرې وېشل شوې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.


