یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډبلیو اېچ او خبرداری ورکړی؛ ایبولا وبا په کانګو او یوګنډا کې...

ډبلیو اېچ او خبرداری ورکړی؛ ایبولا وبا په کانګو او یوګنډا کې بیړنی حالت ته ورسېده

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او یوګنډا کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د عامې روغتیا نړیوال بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او یوګنډا کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د عامې روغتیا نړیوال بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان انديښنه

ډبلیو اېچ او ویلي، جدي اندېښنه شته چې دا وبا به د کانګو له هغو ګاونډیو هېوادونو سره هم خپره شي چې ورسره ځمکنۍ پولې لري.

د راپورونو له مخې، د کانګو په ختیځ ایتوري ولایت کې تر دې مهاله د ایبولا شاوخوا ۲۴۶ شکمنې پېښې او ۸۰ مړینې ثبت شوې دي. همداراز، په یوګنډا کې هم د دغې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې راپور شوې دي. خو ډبلیو اېچ او ویلي، اوسنی وضعیت لا داسې نه دی چې ایبولا یوه نړیواله وبا وبلل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دا ځل د ایبولا خپره شوې بڼه د «بُنډي بوګیو» ویروس له امله رامنځته شوې او تر اوسه یې نه کومه تایید شوې درملنه شته او نه هم واکسین.

د ایبولا ناروغۍ نښې

د ایبولا ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې تبه، د عضلو درد، ستړیا، سر درد او د ستوني خوږ بلل شوي دي. وروسته بیا ناروغ کې کانګې، نس ناستی، د پوستکي دانې او د بدن له بېلابېلو برخو د وینې بهېدنه هم رامنځته کېدای شي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه