یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلوګر کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې فابریکې چارې...

لوګر کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې فابریکې چارې پیل شوې

د افغانستان د لوګر ولايت په محمدآغه صنعتي ښارګوټي کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د افغانستان د لوګر ولايت په محمدآغه صنعتي ښارګوټي کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د افغانستان صنعتي پرمختګ

د راپورونو له مخې، دغه فابریکه د رحیم ګردېزي ګروپ له لوري جوړیږي او ټاکل شوې چې د نړیوالو معیارونو مطابق تولیدات ولري. د یادې پروژې چارواکي وايي، فابریکه به شاوخوا زر کسانو ته مستقیم او لس زره نورو ته غیر مستقیم د کار زمینه برابره کړي.

د رحیم ګردېزي ګروپ استازي محبوب الله ګردېزي د پرانیستې مراسمو پر مهال ویلي، د دې پروژې د بشپړېدو موده څلور کاله ټاکل شوې او موخه یې د هېواد صنعتي او اقتصادي ودې ته وده ورکول دي.

د افغانستان اوسني حکومت چلن

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد ویلي، اوسني حکومت د پانګوالو لپاره مناسب او خوندي چاپېریال برابر کړی، چې له امله یې د صنعت په برخه کې پانګونه زیاته شوې ده. نوموړي زیاته کړه، حکومت د صنعتي پراختیا لپاره په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو لک جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

د لوګر مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین هم دغه فابریکه د ولایت او هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

همدارنګه د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي شبیر احمد صدیقي ویلي، په محمدآغه صنعتي ښارګوټي کې تر اوسه ۸۴ شرکتونو ته ځمکې وېشل شوې دي، چې له ډلې یې پر ۳۵ فابریکو عملي کار روان دی. د هغه په وینا، د پانګوالو د زیاتېدونکې علاقې له امله زر جریبه نوره ځمکه هم ځانګړې شوې چې ژر به نوي پانګوالو ته ورکړل شي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه