یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاڅکزی: له عمران خان سره د ملاقاتونو بندیز دې ختم شي، روغتیايي...

اڅکزی: له عمران خان سره د ملاقاتونو بندیز دې ختم شي، روغتیايي وضعیت یې اندېښمنوونکی دی

محمود خان اڅکزی ویلي، د عمران خان او د هغه د مېرمنې بشری بي بي د قضیو، روغتیايي وضعیت او سیاسي حالاتو په تړاو د ګوند د مشرانو او وکیلانو مهمه مشورتي غونډه شوې ده.

د پاکستان قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزی ویلي، د عمران خان او د هغه د مېرمنې بشری بي بي د قضیو، روغتیايي وضعیت او سیاسي حالاتو په تړاو د ګوند د مشرانو او وکیلانو مهمه مشورتي غونډه شوې ده.

د اڅکزی وینا:

اڅکزی رسنیو ته وویل، په غونډه کې د هېواد پر اوسني سیاسي وضعیت تفصیلي خبرې وشوې او د عمران خان او بشری بي بي د قضیو د پرمختګ، روغتیايي حالت او راتلونکو قانوني اقداماتو په اړه د ګوند له لوړپوړو وکیلانو نظرونه واخیستل شول.

هغه وویل، ټول پوهېږي چې له عمران خان سره د لیدنو اجازه نشته، حال دا چې «له خطرناکو مجرمینو سره هم په زندان کې د ملاقاتونو بندیز نه وي.» د نوموړي په وینا، عمران خان د پاکستان پخوانی وزیراعظم دی، خو بیا هم د هغه کورنۍ او د ګوند مشران ورسره نه شي لیدلی.

محمود خان اڅکزی ادعا وکړه چې عمران خان او بشری بي بي د شپې له خوا په پټه روغتونونو ته انتقالېږي. نوموړي غوښتنه وکړه چې دواړه دې «شفا نړيوال روغتون» ته ولېږدول شي. هغه زیاته کړه چې دا موضوع به په پارلمان کې راپورته کړي او د احتجاج اعلان به هم وکړي.

د اپوزیسیون مشورتي غونډه

بل لور ته د بیرسټر ګوهر په وینا، د اپوزېسیون مشر د ګوند له وکیلانو څخه د بېلابېلو قانوني لارو چارو په اړه معلومات غوښتي دي. هغه وویل، د پي ټي آی مشرتابه د عمران خان او بشری بي بي د روغتیايي وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري.

بیرسټر ګوهر وویل، عمران خان څلور ځله او بشری بي بي دوه ځله روغتون ته وړل شوي، خو د دې لېږدونو تفصیلات پټ ساتل شوي دي. هغه غوښتنه وکړه چې له عمران خان سره دې سمدستي ملاقات ته اجازه ورکړل شي.

د نوموړي په خبره، اپوزېسیون د رهبرۍ یوه مهمه غونډه هم رابللې او دوی به دا موضوع په پارلمان او نورو سیاسي فورمونو کې راپورته کړي.

هغه دا هم وویل چې اسلام آباد ستری محکمی د ۱۹۰ میلیونه پونډ قضیه کې د مې په شلمه نېټه وروستي دلایل غوښتي دي. بیرسټر ګوهر خبرداری ورکړ چې په دې قضیه کې «سیاسي پرېکړه» به هېواد ته زیان ورسوي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه