یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهوانا ښار کې د یوې زورورې چاودنې له امله د یوه ملک...

وانا ښار کې د یوې زورورې چاودنې له امله د یوه ملک په ګډون درې کسان وژل شوي

وزیرستان په وانا ښار کې د یوې زورورې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي.

راپورونه وايي، د خېبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په وانا ښار کې د یوې زورورې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د وانا بازار د خانزاده مارکیټ دروازې ته نږدې هغه مهال وشوه چې د احمدزي وزیر قوم مشر ملک طارق خان موټر له سیمې تېرېده. په وژل شویو کسانو کې ملک طارق خان هم شامل دی.

د سیمې د پولیسو مشر محمد طاهر وزیر ویلي، لومړني معلومات ښيي چې چاودېدونکي توکي د شپې له خوا د مارکیټ دروازې ته نږدې ځای پر ځای شوي وو او ښايي برید د ریموټ کنټرول له لارې ترسره شوی وي.

پولیسو د نورو وژل شویو کسانو نومونه ملک سرفراز خان یارګل خېل او یارګل خېل جان ښودلي دي. دوه ټپیان د وانا ضلعي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي سرچینې یې روغتیايي وضعیت نازک بولي.

چاودنې د هدف ګرځول شوي موټر ته سخت زیان رسولی او د نږدې دوکانونو او ودانیو ښیښې یې هم ماتې کړې دي.

له پېښې وروسته پولیس، امنیتي ځواکونه او د بم شنډولو ډله سیمې ته رسېدلي، بازار یې کلابند کړی او د بریدګرو د موندلو لپاره یې پلټنې او لټون عملیات پیل کړي دي. امنیتي ادارو د وانا ښار د ننوتلو او وتلو پر لارو امنیتي پوستې هم سختې کړې دي.

د وانا روغتون مسؤل ډاکټر جان محمد ویلي، روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټول طبي کارکوونکي چمتو ساتل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، که اړتیا پېښه شي نو سخت ټپیان به پېښور یا ډېره اسماعیل خان ته ولېږدول شي.

بل لور ته، قومي مشرانو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو دغه برید غندلی او له حکومته یې د برید کوونکو د ژر نیولو او سختې سزا غوښتنه کړې ده.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي. څو ورځې وړاندې په لکي مروت کې هم په یوه چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو. همداراز د بنو په فتح خېل پولیسو پوستې برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي وو.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه