د ميا افتخار حسېن په اړه د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو وروسته پولیسو نوموړي ته سپارښتنه کړې چې خپل تګ راتګ محدود کړي او د شخصي ساتونکو شمېر زیات کړي.
د پولیسو سرچینو له مخې، د خېبر پښتونخوا د نوشهرې اړوند پبۍ پولیسو د مې په ۱۵مه یوه رسمي لیکلي پیغام کې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر ته ویلي چې د هېواد، په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا، د روان امنیتي وضعیت له امله دې سخت امنیتي تدابیر خپل کړي.
د خیبر پښتونخوا امنيتي وضعيت
په لیک کې ویل شوي چې د میان افتخار حسین د استوګنځي شاوخوا دې سي سي ټي وي کمرې ولګول شي او د کور پر دېوالونو دې کنسرټینا تارونه واچول شي، څو د هر ډول احتمالي برید مخه ونیول شي.
پولیسو نوموړي ته دا سپارښتنه هم کړې چې حساسو سیمو ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او که سفر کوي، نو له وړاندې دې د سیمې له ادارې او پولیسو سره امنیتي همغږي یقیني کړي.
همداراز په لیکل شوی لیک کې ویل شوي چې د هغه موټر چلوونکی باید د سفر پر مهال تل په موټر کې موجود وي او د لارې چارو ته بشپړ متوجه پاتې شي.
د شنونکو ویناوې
سیاسي شنونکي وایي، په خېبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو له زیاتېدو وروسته د سیاسي مشرانو لپاره د احتیاطي تدابیرو سپارښتنې هم ډېرې شوې دي، په ځانګړي ډول هغه مشران چې په ولسي غونډو او سیاسي فعالیتونو کې فعاله ونډه لري.


