یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان او ایرانه د زرګونو افغان کډوالو بېرته ستنېدل

پاکستان او ایرانه د زرګونو افغان کډوالو بېرته ستنېدل

راپورونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستان او ایران څخه لسګونه زره افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

راپورونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستان او ایران څخه لسګونه زره افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي. د افغانستان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، د راستنېدونکو کډوالو د ثبت، مرستو او بیا مېشتېدو چارې چټکې شوې دي، څو هغوی ته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي.

د یاد کمېسیون د شمېرو له مخې، د اپرېل له نیمايي څخه د مې تر نیمايي پورې ټولټال ۲۷ زره او ۲۲۰ کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې دي، چې د غړو شمېر یې ۱ لکه او ۴۳ زره او ۲۸۵ کسانو ته رسېږي.

افغان چارواکي وایي، دغه کډوال د اسلام‌قلعه، د ورېښمو لارې پل، بهرامچې، سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته داخل شوي دي. د راپور له مخې، په دغو ټولو لارو کې د ثبت، لومړنیو مرستو او لېږد رالېږد اسانتیاوې برابرې شوې وې، څو راستنېدونکي له ستونزو سره مخ نه شي.

راپور زیاتوي چې په همدې موده کې ۲۳ زره او ۵۸۴ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي، چې د دغو کورنیو د غړو شمېر ۱ لکه او ۲۹ زره او ۷۳۵ کسانو ته رسېږي. چارواکي وایي، راستنېدونکو ته د ترانسپورټ، لنډمهاله استوګنې او نورو اړینو خدمتونو زمینه هم برابره شوې ده.

همداراز د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، په تېره یوه میاشت کې ۲۷ زره او ۳۸۹ کورنیو ته نغدي مرستې هم وېشل شوې دي، څو د خوراک، درملنې، استوګنې او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان ولري.

بلخوا د دایمي مېشتېدو کمېټې ویلي، نویو راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې د ځمکو د وېش بهیر چټک شوی دی. د کمېټې په وینا، تر اوسه نږدې ۲۹ زره د استوګنې نمرې یا پلاټونه وېشل شوي او د نورو کورنیو لپاره هم د ځمکو د برابرولو چارې روانې دي.

په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو کچه لوړه شوې ده. شنونکي وایي، د دغو کډوالو راستنېدل افغانستان ته بشري، اقتصادي او اداري ننګونې رامنځته کوي، خو د افغانستان اسلامي امارت ټینګار کوي چې د ټولو راستنېدونکو لپاره به د مرستو، بیا مېشتېدو او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو برابرولو هڅې دوام ولري.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه