د افغانستان یوې ښځینه غرختونکې ذکیه احمد د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه، ماونټ ایورسټ، په بریالیتوب سره فتح کړه او په دې توګه یې تاریخ جوړ کړ. نوموړې د ایورسټ سر ته رسېدونکې لومړنۍ افغانه ښځه بلل کېږي.
ذکیه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، د پنجشنبې په سهار د نیپالي لارښودانو دوا ټېنزینګ شیرپا او فربا ګیالجین شیرپا په ملتیا د ۸ زره ۸۴۸ مترو لوړې څوکې سر ته ورسېده.
د پاکستان الپاین کلب په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ذکیه احمد د افغانستان اوسېدونکې ده او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اړ شوه چې خپل هېواد پرېږدي. وروسته هغې په اسټرالیا کې پناه ترلاسه کړه.
اعلامیه زیاتوي چې ذکیه احمد د بشري حقونو فعاله هم ده، او دا بریا یې نه یوازې د افغانستان، بلکې د جګړو او شخړو ځپلو هېوادونو د ښځینه غرختونکو لپاره هم یو مهم او الهام بښونکی ګام ګڼل کېږي.
د هغې دا لاسته راوړنه د ښځو، کډوالو او بېځایه شویو کسانو لپاره د زړورتیا، هوډ او ثابت قدمۍ نښه بلل شوې ده.
ماونټ ایورسټ د نړۍ تر ټولو لوړه غرڅوکه ده، چې د نیپال او د چین د تبت سیمې پر پوله پرته ده او هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ګڼ غرختونکي ځان ته راجلبوي.


