یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپر پښتنو تپل شوی تشدد

پر پښتنو تپل شوی تشدد

لیکنه:ډاکټر انور داوړ

پښتنه ټولنه نن د تاريخ تر ټولو د سخت پړاو څخه تېرېږي. داسې پړاو چې په کې تشدد، انتها پسندي، ترهګري، ناامني او بې‌ ثباتي د ژوند د عادي حالاتو بڼه خپله کړې ده. هغه ولس چې يو وخت د مېړانې، مېلمه پالنې، شاعرۍ، موسيقۍ، مېلو، اتڼونو او لوړو انساني ارزښتونو لپاره پېژندل کېده، خو نن د بارودو، چاودنو او د وينو له انځور سره تړل کېږي. دا بدلون ناڅاپي نه دی راغلی، بلکې د لسيزو سياسي لوبو، نړیوالو قوتونو سياليو، سيمه‌ييزو جګړو او داخلي کمزوريو نتيجه ده.

خو تر ټولو دردونکې خبره دا ده چې تشدد د پښتنو پر وړاندې يوازې د يوې وسلې په توګه نه دی کارول شوی، بلکې ورو ورو يې د دوی د ذهني جوړښت برخه ګرځول شوی دی. لکه په Gene کې يې چې Express شوی وي، مطلب دا چې د Genetic برخه یې ګرځېدلی ده، داسې فضا جوړه شوې ده چې ځوان د ټوپک اخيستل د غيرت نښه ګڼي، خو کتاب لوستل کمزوري بلل کېږي. دا ذهنيت که بدل نه شي، نو پرته له تباهۍ، هر ډول سياسي، اقتصادي او ټولنيز اصلاحات به نيمګړي پاتې شي.

حقيقت دا دی چې حل لاره په ټوپک کې نه ده. ټوپک يوازې د مرګ او د وینې تویولو وسيله ده، خو قلم د ژوند تخليق کوي. ټوپک کورونه او ملتونه ورانوي، خو مثبت فکر هر څه سمسور او رغوي. ټوپک نفرت زېږوي، خو تعليم شعور پيدا کوي. پښتنه ټولنه بايد دا بنیادي حقيقت ومني چې جګړه هېڅکله ملتونه نه ژغوري، بلکې پوهه او شعور يې ژغوري.

نن تر ټولو ستره اړتيا هم دا ده چې د پښتنو ترمنځ فکري انقلاب راشي. داسې انقلاب چې د ذهنيت په کچه بدلون راولي، نه يوازې د شعارونو په کچه. دا انقلاب بايد له کور څخه پيل شي، له ښوونځي څخه تېر شي، پوهنتون ته ورسېږي او تر ټولنې پورې خپور شي. ماشوم ته بايد له وړوکوالي دا ور وښودل شي چې قلم تر ټوپک قوي دی او علم تر بارودو ارزښتناک دی.

تعليم يوازې د نوکري ترلاسه کولو وسيله نه ده، بلکې د انسان د فکر جوړولو کارخانه ده. هغه ټولنه چې تعليم ته ارزښت نه ورکوي، په اصل کې خپل راتلونکی وژني. پښتنو ته پکار ده چې ښوونځی د جومات، حجرې او کلا په شان مقدس وبولي. ځکه همدلته د سبا رهبران، مفکرين، ساينسپوهان او ليکوالان روزل کېږي او جوړېږي.

له تعليم سره سم سياسي شعور هم حياتي ارزښت لري. سياسي شعور مانا دا ده چې ولس پوه شي څوک يې د ګټې لپاره کاروي او څوک يې د حق لپاره استعمالوي. ولس بايد وپوهېږي چې احساساتي، جذباتي سياست تل ملتونه تباه کړي دي. هغه سياست چې يوازې پر شعار، نفرت او پر دښمنۍ ولاړ وي، لنډمهاله جذبه پيدا کوي خو اوږدمهاله تباهي زېږوي. خو عاقلانه او ملي سياست هغه دی چې پر اصولو، پر جمهوریت او د ولس پر ګټو ولاړ وي.

دا دې ترڅنګ پښتنو ته پکار ده چې د شخصيت پرستۍ له ناروغۍ څخه ووځي. هېڅ فرد د ملت نه لوړ نه دی. ملتونه هغه وخت پرمختګ کوي چې ادارې قوي وي، قانون واکمن وي او پرېکړې د مشورې او جمهوري له لارې کېږي، نه د يوې ډلې يا د يو کس له خوښې.

بلخوا اقتصادي خپلواکي هم د فکري خپلواکۍ بنسټ دی. هغه ولس چې وږی وي، زر خرڅېږي. هغه ځوان چې بې‌ روزګاره وي، زر د غلطو لارو ښکار کېږي. ځکه نو اړينه ده چې پښتني سيمو کې د کار زمينې برابرې شي، صنعت، تجارت او کرنه وده وکړي او ځوان ته دا احساس ورکړل شي چې هغه کولای شي د عزت ژوند وکړي.

کله چې يو ځوان ته عزتمن کار، مناسب عايد او د پرمختګ هيله موجوده وي، نو هغه هېڅکله د مرګ سوداګرۍ ته مخه نه کوي. اقتصادي پرمختګ يوازې د دولت مسووليت نه دی، بلکې د ټولنې هر فرد په کې ونډه لري. سوداګر، استاد، ليکوال، جرنالېسټ او سياسي فعال ټول د دې بهير برخه دي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پښتانه بايد خپل ريښتونی هويت بيا وپېژني. افراطيت، سخت دريځي او انتها پسندي د پښتنو هويت نه دی. ځانمرګي بريدونه د پښتنو کلتور نه دی. د بې‌ ګناه انسان وژنه د پښتونولۍ برخه نه ده. د پر پښتنو تپل شوي دي. د پښتنو هويت ژوند دی، شعر دی، موسيقي ده، مينه ده، مېړانه ده او انسانيت دی.

رحمان بابا، خوشحال خان خټک، غني خان او سلګونه نور پښتانه شاعران د مينې، ازادۍ فکر او د شعور استازي وو، نه د نفرت او وژنې. که نننی پښتون ځان د دوی وارثان بولي، نو بايد د دوی فکر هم خپل کړي، نه يوازې چې نومونه يې ياد کړي.

دا دې ترڅنګ رسنۍ، ټولنيزې شبکې او ادبي حلقې هم کولای شي په دې برخه کې ستر رول ولوبوي. د جګړې پر ځای د سولې کيسې خپرې کړي، د ټوپک پر ځای د کتاب انځورونه وړاندې کړي او د نفرت پر ځای د مينې پيغامونه خپور کړي.

پښتانه که غواړي له دې تپل شوي تشدد څخه ووځي، نو بايد د قرباني له ذهنيته د مسئوليت ذهنيت ته لاړ شي. ياني دا ومني چې بدلون د بل چا له خوا نه راځي، بلکې د دوی له خپل ځان څخه شروع کېږي.

هغه ورځ لرې نه ده چې که دا شعور عام شي، نو پښتون قام به يو ځل بيا د سولې، مينې، فکر او د عزت د سمبول په توګه نړۍ ته وروپېژندل شي. دا لاره اسانه نه ده، خو يوازينۍ لاره همدا ده. ځکه تاريخ ګواه دی چې ملتونه په تشدد او په زور نه ژغورل کېږي، بلکې په تعلیم په فکر او په شعور ژغورل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه