دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۴ د...

ایران ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۴ د امریکا د توغندیو ضد دفاعي رادارونه له منځه وړي دي

ویب ډیسک

ایراني سپاه پاسداران انقلاب ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۴ د امریکا د توغندیو ضد دفاعي رادارونه له منځه وړي دي.

د بهرنیو خبري اژانسونو د راپور له مخې، د ایران په برید کې د اسراییلو په پلازمېنه تل ابیب کې څو ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.

د ایراني سپاه پاسداران انقلاب په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ د امریکا د توغندیو ضد دفاعي رادارونه تباه شوي دي.

له دې مخکې هم ایراني سپاه پاسداران انقلاب ادعا کړې وه چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۰ امریکایي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د سپاه پاسداران انقلاب د معلوماتو له مخې، په بحرین کې د امریکا په سمندري اډه کې ۲۱ امریکایان وژل شوي دي. همدارنګه د تهران د تصفیې خونې (ریفاینرۍ) له برید وروسته د اسراییلو د حیفا ریفاینري هم په نښه شوې او یو امریکایي د تېلو ټانکر هم هدف ګرځول شوی دی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه