دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډونلډ ټرمپ دا څرګنده کړې چې له ایران سره د جګړې د...

ډونلډ ټرمپ دا څرګنده کړې چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه به نتنياهو سره په”ګډه” وي

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګنده کړې چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه به “ګډه” وي او دا به د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په مشوره وشي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټایمز آف اسرائیل ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:

“زما په اند دا پرېکړه تر یوه حده ګډه ده … موږ خبرې کوو او زه به په مناسب وخت کې پرېکړه وکړم، خو ټولې خبرې به په پام کې ونیول شي.”

هغه دا هم اشاره وکړه چې د نتنیاهو رول به د مشورې تر کچې وي، خو وروستۍ پرېکړه به د امریکا د ولسمشر له لوري کېږي.

امریکايي ولسمشر د دې احتمال په اړه هم تبصره وکړه چې که امریکا خپل بریدونه ودروي، ایا اسراییل به د ایران پر ضد جګړه دوام ورکړي که نه. هغه وویل:

“زما په اند دې ته اړتیا نه ده.”

ټرمپ د جګړې لپاره د کوم ځانګړي وخت ټاکلو ژمنه ونه کړه، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جمعې په ورځ ویلي وو چې واشنګټن تمه لري دا جګړه به له څلورو تر شپږو اونیو پورې دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې امریکا او اسراییل د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر ضد یو پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې له امله یې ګڼ مهم ایراني مشران وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي، د پاسداران انقلاب قومندان محمد پاکپور او د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز مشر عبدالرحیم موسوي هم شامل دي.

بل لور ته د ایران پاسداران انقلاب د پراخو غبرګونیزو عملیاتو اعلان کړی، چې پکې د اسراییلو پر هدفونو د توغندیو او ډرونونو توغول، او همدارنګه په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کول شامل دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه