ویب ډیسک
د نړۍوال جام پایلوبه د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، چې هندوستان پکې په پیاوړي توپیر بریا خپله کړه.
د لوبې په پیل کې هندوستان توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۵ منډې جوړې کړې، چې دا د شل اوریز نړۍوال جام د پایلوبې تر ټولو لوړ مجموعي سکور هم بلل کېږي. سنجو سمسن ۸۹ منډې وکړې، ایشان کیشن ۵۴ منډې جوړې کړې او ابشیک شرما هم چټکه نیمه سلیزه ووهله.
نیوزیلنډ د ۲۵۶ منډو هدف د پوره کولو لپاره میدان ته ښکته شو، خو د هندوستان د توپ اچوونکو پر وړاندې یې مقاومت ونه شو کړای. د نیوزیلنډ لوبډلې یوازې ١٥٩ منډې وکړې او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. جسپریت بومرا د څلورو ویکټو په اخیستو د هندوستان لپاره مهم رول ولوباوه.
په دې بریا سره هندوستان د شل اوریز نړۍوال جام درېیم ځل اتل شو او همدارنګه لومړنۍ لوبډله شوه، چې دا جام یې پرلهپسې وګاټه.


