یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران وايي زموږ د توغندیو شمېر دې د جګړې په ډګر کې...

ایران وايي زموږ د توغندیو شمېر دې د جګړې په ډګر کې وشمېري

ویب ډیسک

ایران او د بلې خوا اسرائیل او امریکا ترمنځ چې د فبرورۍ له ۲۸مې پیل شوې خونړۍ جګړه ده، د څو اونیو د اوږدېدو د اندېښنو ترمنځ ایراني ځواکونو خپلې ګواښونه لا پسې سخت کړي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د مرکزي قرارګاه خاتم الانبیاء قومندان مېجر جنرال علي عبداللهي د یکشنبې په ورځ ویلي چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو وسلې او وسایل اوس تر پخوا ډېر پرمختللي او پیاوړي شوي دي. هغه د دې ادعاوو په ځواب کې چې ګواکې د ایران د بالستیک توغندیو زېرمه کمه شوې ده، وویل: امریکايي او صهیوني دښمن وايي چې زموږ د توغندیو شمېر ورته معلوم دی، خو موږ هغوی ته وایو چې زموږ د توغندیو شمېر دې د جګړې په ډګر کې وشمېري.

پر تل ابیب او حیفا بریدونه

د ایران راډیو او ټلوېزیون ویلي چې ایراني پوځ پر تل ابیب او حیفا بریدونه کړي دي. همدارنګه یې ادعا کړې چې په کوېټ کې د امریکا پوځي اډې هم په نښه شوې دي. په بیان کې ویل شوي چې په تېرو څو ساعتونو کې د سمندري او هوايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لارې تل ابیب، حیفا او په کوېټ کې د امریکا پوځي مرکز کیمپ عریفجان په نښه شوی دی.

تر دې مخکې د ایران د پاسداران انقلاب سمندري ځواک هم ادعا کړې وه چې په کوېټ کې د امریکا پوځي کمپ العدیري یې د ډرونونو او بالستیک توغندیو په وسیله ویشتی دی.

له ۹۶۰۰ ډېر ملکي ځایونه زیانمن

بل لور ته د ایران هلال احمر ویلي چې د امریکا او اسرائیل د بمباریو له امله تر اوسه له ۹۶۰۰ څخه زیات ملکي ځایونه زیانمن شوي دي، چې پکې نږدې ۸۰۰۰ د استوګنې ودانۍ هم شاملې دي.

د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د جګړې تر اتمې ورځې پورې د مړو شمېر له ۱۲۰۰ څخه اوښتی او له ۱۰ زرو څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیل له خوا پر ۴۰۰ توغندیزو ځایونو برید

بلې خوا ته اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې په تېرو څو ساعتونو کې یې په ایران کې له ۴۰۰ څخه ډېر د توغندیو د توغولو ځایونه او د وسلو جوړولو مرکزونه په نښه کړي دي. د پوځ په وینا، د دوی هوايي ځواک په لوېدیځ او مرکزي ایران کې پراخ بریدونه کړي او د بالستیک توغندیو لانچرونه او د وسلو جوړولو تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

لومړني اټکلونه ښيي چې د جګړې له پیل راهیسې ایران شاوخوا ۲۷۰۰ توغندي او ډرونونه توغولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نږدې ملګرو ویلي چې پر ایران بریدونه به تر هغې دوام وکړي څو ایران بې له کوم شرطه تسلیم نه شي. په ځواب کې د ایران پاسداران انقلاب ویلي چې دوی چمتو دي په دې جګړه کې تر شپږو میاشتو پورې مقاومت وکړي.

خو د اسرائیلو امنیتي سرچینې وايي چې د توغندیو د توغولو د ځایونو د ویجاړېدو له امله د ایران د توغندیو د ویشتلو وړتیا په څرګند ډول کمه شوې ده. د اسرائیلو د اټکل له مخې د ایران شاوخوا ۶۰ سلنه توغندیز ځایونه له منځه وړل شوي دي، خو د خطر بشپړ له منځه وړلو لپاره لا هم څو نورو اونیو ته اړتیا شته.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه