دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسرفراز بګټي په بلوچستان کې د ترهګرۍ يو ستر پلان شنډ کړل...

سرفراز بګټي په بلوچستان کې د ترهګرۍ يو ستر پلان شنډ کړل شو.

پښتو جرنل

وزیراعلی بلوچستان سرفراز بگټي ويلي دي چې د امنيتي ادارو لخوا د ازادۍ د ورځې په مناسبت په بلوچستان کې د ترهګرۍ يو ستر پلان شنډ کړل شو.

د دې تر څنګ يو شکمن ځانمرګی بريد کوونکی نيول شوی دی چې غوښتل يې د جشن ازادۍ پر مهال عام وګړي په نښه کړي. د صوبې په مرکز کوټه کې د بېړنۍ خبري ناستې پر مهال وزیراعلي وويل چې پر وخت عمليات ترسره شو او بلوچستان له يوې سترې تباهۍ وژغورل شو. نوموړي زياته کړه چې د لومړي ځل لپاره د “مجيد بريګېډ” يو غړی نيول شوی دی، چې په ښکاره توګه په يوه تعليمي اداره کې د پاکستان سټډيز استاد دی.

د وزیراعلي په وينا دغه کس نه يوازې زده کوونکي د سخت دريځۍ پر لور هڅول، بلکې ټپي ترهګر يې په خپل کور کې درملنه کوله. هغه د بريالي عملياتو له امله امنيتي ځواکونو، د ترهګرۍ ضد ادارې او پوليسو ته د ستاينې څرګندونه وکړه.

 

اعترافي بيان خپور شو

 

د خبري ناستې پر مهال وزیراعلي د نيول شوي کس اعترافي بيان هم له رسنيو سره شريک کړ. د ملزم په وينا هغه له قائداعظم پوهنتون څخه ماسټري او له پېښور پوهنتون څخه د پي اېچ ډي سند ترلاسه کړی او د ۱۸م ګريډ په توګه د استاد په دنده ګومارل شوی دی. د هغه مېرمن هم دولتي ملازم ده.

ملزم زياته کړه چې په ۲۰۲۰ کال کې د قائداعظم پوهنتون د يوې دورې پر مهال د يوې سخت دريځې ډلې له درې غړو سره وکتل.

له هغوی څخه دوه وروسته ووژل شول او پاتې کس هغه د ډلې سره يو ځای کړ او د يو مهم تندلاري مشر بشيرزيب سره يې وپېژاند.

د ده په وينا ټول تماسونه د ټيليګرام اپ له لارې کېدل او کوټې ته تر رسېدو وروسته يې د ترهګرې ډلې په لارښوونه په درېو عملياتو کې د اسانتيا برابروونکي رول ولوباوه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه