ویب ډیسک
هغه نوملړ افشا شوی چې اسلام اباد کې د غونډې لپاره پاکستان بلنه ور کړې ده.
په دې نوملړ کې د ښځو حقونو فعالان او د ځینې سیاسي ګوندونو استازي دي.
د سرچینو په خبره، نرګس نهان، معصومه خاوري، فوزیه کوفي، حبیب الرحمان حکمتیار، میرویس ناب، نصیر اندېشه، شينكۍ كړوخيل، قهرمانه کاکړ، بلقيس احمدي، سيما نوري، اثار حیکمي، مجيب الرحمن رحيمي، ادريس زمان، يأسا، زهرا حسيني، ډاکټر پتوني تايشمن، نبيله مصلح او حاجي الماس شامل دي.
سرچینې وايي ښايي په دې لیست کې ځینې نور اشخاص ور زیات شي او د یو شمېر غبرګونونه له امله ځینې ښايي د تګ جرات ونه کړي.
دا غونډه د روانې اګسټ میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې جوړېږي. پاکستان د دې غونډې په هکله رسمي تر اوسه څه نه دي ویلي، خو هلته رسنوالو منلې چې دا غونډه جوړېږي.
تر دې مخته ورته غونډې په ترکیه، بریتانیا، امریکا، جرمني او نورو هېوادونو کې جوړې شوې او تر ډېره پکې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو، د ښځو پر حقونو، زدکړو او کار خبرې شوې دي.
له دې غونډې سره د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد سخت مخالفت کړی او پاکستان یې د طالب مخالفانو په ښکاره ملاتړ او کوربه توب تورن کړی.
خو د نوموړي دا څرګندونې د طالب مخالفو سیاستوالو له نیوکو سره مخ شوې او هغه یې طالب لابیګر بللی دی.
د جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي پاکستان کې د طالبانو د مخالفانو غونډېدل مثبت ګام بولي.
نوموړې د زلمي خلیلزاد له نوم اخیستلو پرته وايي د افغانستان پر حالت د اغېز لپاره د سیمې له هېوادونو سره تعامل مهم دی.
فوزیه کوفي وايي، که د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه دا ډول خبرو ته د چاپېریال برابرولو میلان لري، نو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د باور جوړولو لپاره یې باید هرکلی وشي.
نوموړې د زلمي خلیلزاد له نوم یادولو پرته وايي: «د دوی مخالفت د دې لپاره دی چې غواړي تل زموږ د هېواد برخلک په خپل لاس کې ولري؟ د دې وخت نه دی راغلی چې اجازه را کړي او موږ هغه څه وکړو چې د ځان لپاره یې ګټور بولو؟»
زلمی خلیلزاد چې د دوحې او سولې پروسې له کبله ولسمشر غني هم بې کفایته بللی، غیر طالب سیاستوال یې تورنوي چې له طالبانو سره یې پټ اسناد امضا کړل او افغانستان یې په لوی لاس طالب ته وسپاره.
#AFGHANISTAN #DOHA #PAKISTAN


