ویب ډیسک
د پاکستان دوو تر ټولو سترو ګوندونو- مسلم لیګ نواز او پیپلز پارټۍ – د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ د دغه هېواد د ټول ګوندیز کانفرنس اعلامیه لاسلیک نه کړه.
د ایمل ولي خان په مشرۍ پرون دغه کانفرنس په اسلام اباد کې جوړ شوی او تر ډېره د پښتونخوا او بلوچستان پر مسلو څرخېده.
د ټول ګوندیز کانفرنس په اعلامیه کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د ټولو پوځي عملیاتو د سملاسي درېدو غوښتنه شوې ده. په دغو صوبو کې ترهګري، توندلاري او ناامني د حکومت د نمیګړې پالیسۍ پایله بلل شوې او د حل لپاره یې پر ټولیزو هڅو ټینګار شوی.
خو د پاکستان دوو ګوندونو چې تر ډېر د پاکستان سیاسي واک یا د یو او یا هم د بل په واک کې وي د دې اعلامیې له لاسلیکولو ډډه کړې ده. د دې ګوندونو په مشرۍ چې اوسنی حکومت هم جوړ دی، غړو یې د اعلامیې پر مهال غونډه پرېښودلې ده.
د مسلم لیګ غړي عرفان صدیقي د اعلامیې اورېدو پرمهال ویلي دا زموږ نه، بلکې ستاسو غوښتنې دي او د پیپلز پارټۍ غړي نییر بخاري هم له لاسلیک ډډه کړې ده .
د پښتونخوا او بلوچستان ملتپال ګوندونه د پاکستان مرکزي حکومت تورنوي چې پنجاب او سیند صوبې په امن خو د دوی سیمې ناامنه ساتي.
ملتپال ګوندونه په دې باور دي چې پاکستان دغه ناامني په لوی لاس جوړه کړې او له مخې یې د دې صوبو پر زېرمو ولکه غواړي.
د ټول ګوندیز کانفرانس په اعلامیه کې هم ویل شوي چې د طبیعي زېرمو اړوند اساسي قانون کې ۱۸ بدلون هم باید د صوبو د حقونو له مخې راشي.
د اعلامیې له مخې د پښتونخوا او بلوچستان د ځمکو بې قانونه ځانګړي کول او لېږدول باید لغوه شي او پر خپله تاریخي سیمه د ځايي خلکو حقونه ومنل شي.
د ایمل ولي خان په مشرۍ د عوامي نېشنل ګوند په نوښت دا ټول ګوندیز کانفرانس په داسې مهال دی چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې عملیات کوي. تازه عملیات هم باجوړ کې پیل شوي چې له امله یې لسګونه زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.
هممهاله د بلوچستان مختلفو سیمو کې هم د پاکستان پوځ عملیات کوي او په مقابل کې یې د بلوڅ ملتپالو تاوتریخوالی هم ډېرېږي.
#PAKISTAN#


