یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهازبکستان افغانستان سره د بریښنا لیږد څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

ازبکستان افغانستان سره د بریښنا لیږد څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

ویب ډیسک

د طالبانو د برښنا شرکت مسوولان وایې، چې دوو ازبکستاني شرکتونو سره یې د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا لېږد د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د یاد شرکت مشر عبدالباري عمر کابل کې د دغه هوکړې د لاسلیک پرمهال ویلي، چې له ازبکستان څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټو برښنا رالېږد پروژې چارې به ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

د هغه په خبره دغو پروژو کې د ۵۰۰ کېلوولټ برښنا لېږد پروژې ترڅنګ، د دښتالوان سب سټېشن پراختیا او د ارغندۍ سبسټېشن ارتقا چارې، دغه راز له ارغندۍ سب سټېشن څخه د ننګرهار تر شیخ مصري سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کېلوولټ برښنا لېږد شامل دی.

له دې څه موده وړاندې طالبانو له عزیزي شرکت سره د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برښنا د تولید هوکړه هم لاسلیک کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي، د برښنا پرچاوي زیاتېدو له امله اړ شوي چې له لمریزې برېښنا ګټه واخلي.

#N #AFGHANISTAN# Uzbekistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه