ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په راپور کې وایي، دغه موده کې څه باندې ۷۱۴ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي چې ۷۰ سلنې یې په زوره را ایستل شوي دي.
یونیسف ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳ میلیونه کسان چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور کې راغلي چې روان کال کې به له پنځه کلنۍ کم عمره څه باندې ۸۵۷ زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري او یونیسف دغه موده کې له ۱۹ میلیونه زیاتو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي.
یونیسف زیاته کړې چې له مې تر اکټوبر میاشتې چې افغانستان کې د حاصلاتو د ترلاسه کولو فصل دی، ۹.۵۲ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي چې ۱.۶ میلیونه دغه کسان د خوړو د کمښت په بېړني وضعیت کې دي.


