یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډاکټر اشرف غني وايي :آریانا افغان هوايي شرکت چې یو وخت د...

ډاکټر اشرف غني وايي :آریانا افغان هوايي شرکت چې یو وخت د ملي ویاړ سمبول و اوس یوازې پنځه الوتکې لري

ویب ډیسک

پخواني ولسمشر ډاکتر اشرف غني د خپل پودکاست  کې د آریانا افغان هوايي شرکت د زوال عوامل روښانه کړي دي؛ له نړیوال شهرته تر بندیزونو، د اصلاحاتو د مخالفت، فساد او ناسمو ګمارنو د یوې نه ختمېدونکې سلسلې یادونه یې کړې، چې د دې ملي شرکت بنسټونه یې کمزوري کړل.

 

د آریانا افغان هوايي شرکت چې وخت د ملي ویاړ سمبول و، له جګړو وروسته ونه توانېد چې ځان بېرته پیاوړی کړي، چې د ولسمشر په باور امکانات موجود وو، خو د اصلاحاتو سخت مخالفت، د اصولو نه رعایت او ناسمو مشوره یې مخنیو وکړ.

 

د آريانا افغان هوايي شرکت چې عموماً آريانا بلل کېږي، د افغانستان ملي او تر ټولو لوی هوايي شرکت دی. دا شرکت په ۱۹۵۵ کال کې تاسیس شوی، دولتي ملکیت لري او د هېواد تر ټولو پخوانی یا زوړ هوايي شرکت ګڼل کېږي.

 

ولسمشر وايي، د استاد رباني په ګډون د پخوانیو حکومتونو دوران کې چې کومې ګمارنې شوې وې، د هر بدلون سخت مخالف وو. هر ځل به چې د اصلاحاتو خبره راپورته شوه، دې کړۍ به دا سیاست د حذف سیاست په توګه ګاڼه.

 

د انساني ځواک تېښته بله ستونزه وه چې ولسمشر یې یادوي. هغه وایي له یوې خوا کسان روزل کېدل خو له بلې خوا هغه خلک چې وړتیا یې نه لرله، نه د څوکۍ پرېښود ته حاضر و او نه یې د بنسټیزو اصلاحاتو ملاتړ کاوه.

 

ولسمشر ټینګار وکړ، چې د شخصي ګټو دفاع د عامه ګټو پر ځای غلبه وموندله او د هوايي شرکتونو د جوړېدو پراخې او نامعیاري اجازې چې نه یوازې یې د آریانا مخنیوی او خنډ وکړ، بلکې د افغانستان د هوايي چلند حیثیت یې په نړیوال ډګر کې زیانمن کړ.

 

د آریانا افغان هوايي شرکت چې یو وخت یې لندن، فرانکفورت، اروپايي اتحادیې او د سیمې هېوادونو ته پروازونه لرل، د ځینو نړیوال اصولو او مقرراتو د نه عملي کولو له امله په ۲۰۰۶ کال کې پر اروپايي ټولنې بند شو.

 

په قراردادونو کې فساد د آریانا د بیا نه راپورته کېدو لامل دی. غني وايي، په لوجستیک برخه کې د لویو امتیازاتو په ورکولو سره شوي قراردادونه پټ ساتل شوي وو، خو مقابل کې آریانا ته هېڅ نه ورکول کېدل.

 

ولسمشر زیاتوي: «داسې یو قرارداد یې کړی و چې عظیم امتیازات یې ورکړي وو، بې له دې نه چې څه [یې په مقابل کې] واخلي. نو فساد په دې برخه کې خاصه برخه درلوده او ځکه یې خپل امتیاز له لاسه ورکړ.»

 

له دې ټولو سره ولسمشر وايي، چې ده د حکومت په وروستیو کلونو کې سل سلنه د اصلاحاتو جامع طرحه جوړه کړه چې آریانا بیا پخوانی حیثیت پیدا کړي، ځکه په باور یې آریانا پیسې او فرصت دواړه درلودل.

 

ولسمشر زیاتوي، چې که پر آریانا څو سوه میلیونه ډالر پانګونه اچول شوې وای، په پنځو کلونو کې یې ارزښت تر ۱ میلیارد ډالرو هم لوړېده او پلان یې درلود چې د آریانا بیا راپورته کېدو سره نوي مسیرونه هم ورته ورکړي.

 

د اوسنیو معلوماتو له مخې، د آریانا افغان هوايي شرکت د نړیوال معیار پوره نه رعایت، محدودې الوتنې، د الوتنو او تخنیکي ستونزو له امله یې اعتبار او فعالیت سخت اغېزمن شوی دی. دا وضعیت د هغو عمده لاملونو په تړاو دی چې ولسمشر غني یاد کړي او وايي چې د بېلابېلو دلایلو له امله یې اصلاحات عملي نه شول.

 

د طالبانو په واک ته رسېدو سره اوس هم د آریانا افغان هوايي دولتي شرکت د ۵ الوتکو په درلودو فعال دی، چې کابل – کندهار – مزار شریف – هرات – خوست او په بهرنیو الوتنو کې بیا یو شمېر عرب هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو ته الوتنې لري.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه