دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيژان پل سارتر|بې قبره، بېكفنه مړي 

ژان پل سارتر|بې قبره، بېكفنه مړي 

 

 

لیکنه: استاد اکبر کارګر

 

بې كفنه ،بې قبره مړي د ژان پل سارتر يوه ډېره مشهوره ننداره ده . چې لومړې وار دسيمون بريو تر مشري لاندې د انتوان په تياتر كې په ١٩٤٦ كال كې په ستيژ وښودل شوه .

ژان پل سارتر دخپلو نندارو له لاري چې په ستيژ ښودل كيدلي عامو خلكو ته نږدې شو . البته داسې نه چې افكار يې اويا په ننداريزو اثارو كې دهغه افكار دهغه دمقالو اوفلسفي ليكنو څخه په ښه توگه پوهيداى شول . بلكي دسارتر په ننداريزو افكارو كې چې دليكوال عمده مسايل اوافكار په كې ځليدل په اسانۍ ورسره اړيكه پيدا كيده . هغه په دې باور وو چې دمتداولو ننداريزو اثارو په وړاندې ”غم ليكونه اواروايي ملو درامونه “ يوازې تياتر او دتياتر په نامه دمنلو وړ موقعيت دى . په دې موقعيتونو كې دانسان وجدان ښودل كيږي .

په ”بي كفنه ،بي قبره مړو “كې دلومړي وار لپاره دبشري جسم ډير زړه دردوونكي مقاومت د ډيرو وحشيانه اعمالو ، كړولو په وړاندې نندارې ته وړاندې كيږي . دوه ډلې يوه دبلې په وړاندې چمبړ وې ،كړوونكي يا شكنجه كوونكي اوكړيدونكي يا شكنجه كيدونكي ، ولې اوتر كومه ځايه يې زغم كوي ؟ ددې بې رحمانه اوناوړه اعمالو دليل له انسانيت نه ليري په څه كې دى ؟ كړوونكي غواړي كړيدونكي دمرگ تر پولې او ترليونتوبه مات كړي ، نه دلازمو اطلاعاتو دلاس ته راوړلو په موخه . بلكې دغرور دماتولو په موخه . هغه چې بندي دي او سرغړاوى پالي ، چې محكوم كس ته وښايي چې ډارن اوبې غيرت دى ، او په دې وسېله خپل غير انساني او وحشيانه اعمال توجيه كړي .شكنجه شوې هم هر وار درد اوكړاو دمرگ اوليونتوب تر پولي تحمل كوي او ثابتوي چې خپل ارمان اوشرف ته وفادار دى . په همداسې احمقانه اوخطرناكه تنگسه كې دوه لاري لري : مرگ يا ژوند ، خو انسانان نه بايد دهيڅ لپاره مړه شي ،نو ژوند غوره دى . !

په واقعيت كې همدا ننداره په جنگ را څرخي اودجنگ داستان تمثيلوي . خو هغه شخصيتونه اوكوچني ټولگي چې دكړوونكو اوكړيدونكو ډلي په يوه څنډه كې لږې ليده شي دجنگ په ستونزه خبرې كوي اوهمدا محدود شخصيتونه دټولې ټولني په توگه اوهغه زيان چې دجنگ په منځ كې كوم حقيقت بيانوي ، ارزونه يې كوي .

ددې جگړې داستان داسې دى چې دفرانس يوه ډله ځوانان دېو داسې كس تر مشرې لاندې چې ژان نوميږي دبغاوت په بهير اود دويمي نړيوالي جگړي دعملياتو په لړ كې ديو كلي دنيولو په عملياتو كي نيول كيږي . اوس نو موږ په ننداره كې دډيرو سختو كړولو شاهدان يو ،هغوۍ اړ دي چې دژان موقعيت دښودلو تروخته دكړولو زغم وكړي .

ومو ويل چې په دې ننداره كې دوه ډلې خلك ليدل كيږي ،يو كړوونكي ډله او بله كړيدونكي ډله . دا دوه ډلې ديو ديوال دواړو خواو ته موقعيت لري . اوپه هره صحنه كې د ديوال يوې خواسره مخامخ كيږو . په واقعيت كې موږ يو وار دهغه كسانو له نظره چى په خپل وار د كړيدلو كوټې ته ولاړ شي وينو ، خو بيا هم هر څه د كړوونكو كړكۍ ته غور كوي او هغه څېړي . موږ په دي ډول كولى شو پوه شو ، پرته له دې چې ليكوال له موږ ترمخه قاضي ته ناست وي، د ستونزي دواړه خواوې ووينو.

موږ دكړيدونكو شخصيتونو دخبرو اترو په منځ كې ليكوال سارتر موږ ته دهغو ارمانونه را څرگندوي ، هغه ډار چې په اندامونو يې پلن دي ، اوهغه گامونه چې دازادۍ په خاطر يې پورته كړي دي اوس هغه دمسوليت احساس چې د دې ازادې

په تعقيب اوس تر هر څه زيات دهغو په اوږو درونوالي كوي اوهمدارنگه هغه فرديت نه چې ليرې كيږو اوهره شيبه يې

له يووالي زيات ټوليز اړخ پياوړي كيږي .

په واقعيت كې موږ هر څومره چې مخ په وړاندې درومو اودا كسان دزياتې شكنجې يا كړيدو سره مخامخ كيږي موږ هم دارزښتونو له تلي (ترازو)سره مخامخ كيږو ، يعني دلته چې دخپلو ارمانونو په خاطر زيات كړاو تحمل كوي ، نو هدفونه زيات ارزښتونه پيدا كوي ، سپيڅلي تصوير ونه غوره كوي . د درد په دې شيبه كې فردي ژوند خپل ارزښت له لاسه وركوي . اويوازې ددې ډلې شاته هدف دهغه شخص لپاره چې ددرد تحمل كوي ډير زيات او روښانه ليدل كيږي .دې چوكاټ ته په داخليدو سره دهر څه وزنونه بل ډول تعريف كيږي . لكه وروروژنه چې موږ يې شاهدان يو اوناڅاپه جنايت. همدا جنايت كولي شي يوډول قهرمان جوړونه وگڼل شي . اوان تر دې چې دژوند ارمانونه دشرافتمندانه مرگ په توگه وگڼل شي .

سارتر دفرديت ،ازادۍ شرافت ،زړورتيا ،مرگ اونساني شرافت دا ټولې مقولې ننگوي . په زړه پوري مساله لا داده چې يو شكنجه كوونكي دلاس لاندې انسان تر لاس لاندې لري په هماغه اندازه شكنجه شوى انسان اودهغه تحميلي ظلم يې په موټي كې وي، دواړه د دې لوبې دوه مخه اويو دبل سره تړاو لري .

دا دوه اړخيزه اړيكه هر وخت دستم اوسم ځپلي ترمنځ ده . له يوې خوا شكنجه كوونكي ځواك دانساني غرور د ماتولو له پاره وينو اوله بلې خوا دستم لاند ې انسان دغمجن تحمل او مقاومت د ډير لږ غرور اولږ پاتي شرافت دساتلو له پاره دى .

هغه څه چې موږ پوهيږو په ډاگه ترې په دې ننداره كې جوتيږي دادي چې انسان په لومړي سر كې دخپل ژوند لپاره د مانا پسې درومي اوهر څه ته لاس اچوي ، دليل وايي اوځان هرډول چې وي په يو هدف پوري ځان تړي . اوكه هدف ته ونه رسيږي هماغه هدف دخپل مرگ عامل او بهانه بولي . په واقعيت كې هم دانسان دژوند له لومړيو سره وصل دي ، اوهم له انتهاو اودمرگ له هدف سره . هماغه ډول چې كامو د سيزيف داسطوري په اثر كې وايي :

” هغه څه چې دوژنو انگيزه بلل كيږي په عين حال كې كولي شي دمرگ لپاره هم عالي انگيزه وي . “

 

لوستونكي دبې كفنه او بي قبره مړو په ننداره كې دمرگ له انگيزو سره مخامخ وي . دا له خندا ډكه خبره ده خو ان دكړولو لپاره د رنځ گاللو لپاره هم دليل اومانا پيدا كوي ، د دې وس پيدا كوي چې دعمر تر پايه داسې رنځ وزغمي .

بشريت دهرڅه لپاره مانا جوړوي ،لومړي دژوند لپاره او بيا دمرگ له پاره . دا دتناب دوه سره هدف ته ورته دى چې په دې كې هم ليدل كيږي . لكه د دې نندارې دياغيانو كار ، چې دا ټول كارونه ديو هدف اوديوې مانا پيدا كولو لپاره تر سره كوي. نو اوس چې يې بايللي ده ارزښت وركولو او دلايلو جوړول تر زياته حده دهماغه هدف لپاره دې اوهغه دخپل مرگ دليل بولي . خو دابتذال نهايت هلته ليده شي چې كسان دظلم لاندې واقع او په يو بل فشار وارديږي اوان تردې چې حاضر وي يو دبل ويني توې كړي .

 

دبي كفنه اوبي قبره مړو ننداره كې په ډاگه ليده شي هغه كسان چې د كړوني دڅوكۍ له مخې له ژور درد نه وروسته را پورته كيږي هغه څوك نه دى چې يوه شيبه ترمخه په هغه څوكۍ ناست و .

 

دا ننداره په كلي توگه دجنگ ضد يوه مفكوره وړاندې كوي ، خو هغه له درده ډكه پيښي يوه برخه چې سارتر هڅه كوي په دې كې ده چې انسان څه كه د جنگ په يوه خواكې ولاړ وي اويا په بله خوا كې ، په دواړو برخو كي دجنگ له نانځكې يا دلوبو له سامان پرته بل څه نه دې . دلته بريمن او مغلوب مانا نه لري . انسانان يوازې دجنگ قربانيان دي .

-ما ليدلي دي چې حيوانات څرنگه مري اوزړه مې غواړي دهغو په څېر ومرم . بي غږ غوږه ومرم .

هر څوك چې خپله پوهيږي ايا خپل غچ يې اخيستي دې كه نه .

دنندارې يوه لنډه برخه :

فرانسوا : ښه فرانسوا ؟ چې څه ؟ كله چې تاسو پسې راغلم ،تر مخه مو خبر كړم ؟ تاسو ماته وويل: چې دمقاومت نهضت انسان ته اړتيا لري ، دا مو ونه ويل چې نهضت قهرمان غواړي . زه قهرمان نه يم ، زه قهرمان نه يم . زه قهرمان نه يم.هر ه دنده چې يې وويله تر سره مې كړه : اعلاميه مې خپره كړه وسلي مې قاچا ق كړې اوتاسو ويل چې تل خوش خلقه يم .خو هيڅ چا ونه ويل چې اخير څه راته انتظار كي دي . زه يې خبر نه كړم . چمتو يم چې قسم وكړم چې په څه كار اخته يم .

يو بله برخه :

كانوريس : ما هيڅ فكر نه كاوه چې دارمان په خاطر ژوند كوم اوتل مي اټكل كاوه چې داسې مرگ به ولرم .

يادونه : دځينو پيچلو خبر وباندې دپوهاوي لپاره به ښه وي چې ټوله ننداره ولوستل شي .

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه