ویب ډیسک
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د نړۍ د هېوادونو پر صادراتو نوې تعرفې وضع کړې، چې افغانستان پکې هم شته دی.
د ولسمشر ټرمپ د ادارې له خوا د افغانستان پر صادراتو پخوانۍ ۱۰ سلنه عمومي تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
د دې نوې وضع شوې تعرفې له مخې به د افغانستان پر هغو توکو چې امریکا متحده ایلاتو ته صادرېږي، له شرکتونو ۱۵ سلنه تعرفه واخیستل شي.
د معلوماتو له مخې، په تېر میلادي کال کې د افغانستان او امریکا ټوله سوداګریزه راکړه ورکړه شاوخواو ۳۴ سلنه اټکل شوې، چې امریکا ته د صادراتو کچه لوړه شوې، خو له امریکا افغانستان ته د وارداتو کچه کمه شوې ده.
معلومات ښيي، چې امریکا ته له افغانستان وچې مېوې، طبي بوټي او ځینې نور ناخوراکي توکي صادرېږي، چې نوې زیاته شوې تعرفه به دا سوداګري یو څه اغېزمنه کړي.
د افغانستان خصوصي سکټور او طالبانو د ولسمشر ټرمپ د نوې لګول شوې تعرفې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په حاکمیت سره د جمهوري نظام په پرتله د افغانستان صادراتو ته په ځانګړې توګه، وچې او تازه مېوې ته لارې بندې دي، چې نړیوال بازار ته ورسېږي.
طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان د تازه مېوو لپاره پاکستان سره ترجیحي تعرفه پلي کړي، چې نن پیل هم شوه، خو دا تضمین نشته چې پاکستان به د افغانستان د محصولاتو رسېدو وخت کې بندرونه نه تړي.


