دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهوچکالۍ ۱۹ ولایتونو ته سخت زیان اړولی 

وچکالۍ ۱۹ ولایتونو ته سخت زیان اړولی 

ویب ډیسک

 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي چې وچکالۍ په افغانستان کې ۱۹ ولایتونو ته سخت زیان اړولی دی.

 

دې نړیوال سازمان ویلي چې وچکالۍ د افغانستان د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې او تر ټولو زیات زیان یې شمالي ولایتونو ته رسولی دی.

 

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ، د سرطان ۲۴مه، په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د وچکالۍ له امله په افغانستان کې کرنیز محصولات کم شوي، د څارویو څړځایونه وچ شوي او د اوبو سرچینې هم کمې شوې دي.

 

د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړې چې که څه هم وچکالۍ پر ټولو افغانانو منفي اغېز کړی، خو د کلیوالو ژوند تر ټولو زیات له خطر سره مخ شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه